اسلام آباد 12جولائي (اه پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي سرکاري ملکيتي ادارو كښې د اصلاحات عمل روان دے٬ د نجکارۍ پروګرام هم مخ په وړاندې روان دے او حکومت نيغ په نيغه بهرنۍ سرمايه کاري زياتولو له ګامونه پورته كوي۔ ده دا خبره د جمعې په ورځ پاکستان كښې د سپين سفير مسز جوز اه ډي اوري سره ملاقات كښې وكړه۔ د خزانې وزير د سپين سفير هركلے وكړو او د دواړو ??ېو??دونو ترمينځه د مرستې او په پخوانو اړيكو ئې د خيالاتو څرګندونه وكړه۔د خزانې وزير سفير د پاکستان اقتصادي صورتحال څخه خبرولو كښې ووئيل ??ېو??د د معاشي استحکام په لاره روان دے، د زرمبادلې پانګې 9.4 اربه ډالره ته رسيدلې ، سټاك ايکسچينج د ښې کارګردګي څرګندونه كوي، جون 2024 كښې د افراط زر شرح 12.6 فيصد وه دغسې ترسيلات زر هم زيات شوي ۔ده د آئي اېم اېف سره د 9 مياشتو سټينډ بائي ارينجمنټ کامياب اختتام حواله وركولو سره ووئيل حکومت د فنډ مرسته لرونكي مينځنۍ مودې پروګرام ترمخه د معاشي اصلاحات تګلاره سر ته رسول غواړې۔ده د جي ډي پي تناسب سره د ټيكسونو دائر?? کار كښې پراختيا لپاره د حکومت د عزم پخلي كولو سره ووئيل يواځې دې سره ښه معاشي استحکام راتللے شي۔د خزانې وزير ووئيل مالي كال 2024 په مهال د ټيكس وصولۍ كښې د مالي كال 2023 په مقابل كښې 30 فيصده اضافه شوې، ډيجيټلائزېشن، مالياتي استحکام، توان څانګه كښې اصلاحات او د ټيكس انتظاميه به ښه كول وي۔ده ووئيل سرکاري ملکيتي ادارو كښې د اصلاحات عمل روان دے، نجکارۍ پروګرام مخ په وړاندې روان دے او حکومت نيغ په نيغه بهرنۍ سرمايه كارۍ زياتولو له ګامونه پورته كوي۔د خزانې وزير ووئيل په برآمدات اډانه نمو د حکومت ايجنډا ده كومې لپاره چې د بېلو پاليسيو د لارې روايتي څانګې سره سره د زراعت او آئي ټي څانګو هم ډاډګيرنه كېږي۔ هسپانوي سفير په پاکستان كښې د کلي وال معيشت استحکام او كوټلې اقتصادي پرمختګ لپاره د معاشي اصلاحات عمل په اړه د حکومت هڅې وستائلې۔ ده د سپين حکومت او پاکستان ترمينځه وي??يو ايډډ په څانګو كښې د مرستې په امکانات او برآمدات كښې وي??يو ايډېشن په زياتولو زور راوړو۔
سرکاري ملکيتي ادارو كښې د اصلاحات عمل روان دے ،د خزانې وزير محمد اورنګزيب پاکستان كښې د سپين سفير سره ملاقات كښې خبرې
Dragon Hatching 2 Integrity Betting Link
مضمون کا ماخذ : loteria do Paraná