اسلام آباد 31 اکتوبر (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف د پاكستان انسټي ټيوټ آف پارليماني سروسز(پيس)سيوري لاندې د ګل په ورځ قامي اسمبلۍ٬سېنېټ٬څلورو واړو صوبائي اسمبلو٬قانون ساز اسمبلۍ آزاد جمو كشمير او د ګلګت بلتستان صوبائي اسمبلۍ كښې كار كونكو عملې لپا??ه د راجوړې كړې شوې 9مې قامي پارليماني ډوېلپمنټ كورس”(اېن پي ډي سي)پرانستې دستوره كښې د خاص مېلما په توګه ګډون وكړو۔ كورس كښې ګډون كونكو ته د وېنا كولو په مهال د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئيل چې د هېواد تعمير او پرمختګ باوري كولو لپاره يو متحرك او قوي جمهوري ادارې او دې سره س??ه د عملې پېشه ورانه پوهه ضروري ده۔ د قامي اسمبلۍ سپيكر د تربيتي كورسز په اهميت رڼا اچولو سره ووئيل د دې كورسز مقصد د عملې صلاحيتونه ښه كول او د دې استعد??د كار زياتول دي دغسې چې په ښه ډول په جمهوري ادارو كښې خپله وظيفه ترسره كړي۔ده ووئيل چې په جمهوري ادارو كښې په كار كونكې عملې لويې ذمه واري راځي۔ ۔سپيكر ووئيل چې په جمهوري ادارو كښې كار كونكې عمله دې دې كورسز س??ه د كار استعداد سوا كړي۔ ده په جمهوري ادارو كښې ميرټ باوري كولو او د دې ادارو عملې ??ړو ته د دې مقدس ايوانونو عزت او تكريم لپا??ه د خپل ټولو صلاحيتونو كارولو هدايت وكړو۔د قامي اسمبلۍ سپيكر د 9مې اېن پي ډي سي په كولو د پيس كردار ستائېلو س??ه د دې هيلې څرګندونه وكړه چې پيس به په سباؤن كښې هم دا ډول كورسز ك??ل جاري وساتي۔د پيس ايګزېكټو ډائرېكټر په دستوره كښې په ګډون كولو د قامي اسمبلۍ سپيكر مننه وكړه۔
د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف د پيس سيوري لاندې د 9مې قامي پارليماني ډوېلپمنټ كورس”دستورې ته وېنا
Lucky 6 Roulette Online Entertainment
مضمون کا ماخذ : اٹلانٹس کا بادشاہ