اسلام آباد۔29نومبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب پاكستان ته په راتللو د انګلېنډ کرکټ لوبډلې هرکلې کړې او ويلي يې دي چ?? په پاکستان کښې د کرکټ جنون دے ٬ ټولې نړۍ ته معلومه ده چې د پاکستان خلک کرکټ سره څومره زياته مينه لري۔ دې دا خبره تيره ورځ د برطانيې هائي كمشنر كرسچن ټرنر لخوا د پاكستان او انګلستان كركټ لوبډلو په درناوي كښ?? وركړې شوې د ماسخوتن مېلمستيا دستوره كښ?? وكړه۔ د مېلمستيا په دستوره كښ?? د انګلېنډ كركټ لوبډلې مشر بین اسټوکس او د پاكستان كركټ لوبډلې مشر بابر اعظم د اطلاعاتو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب سره ملاقات وكړو۔ په دې مهال خپلو خبرو كښ?? مريم اورنګزېب ووئيل د پاكستان او انګلېنډ ترمينځه 17 كاله پس په تاريخي سيريز پاكستانې اولس زيات خوشحاله دے۔ دې ووئيل پاكستان نړيوال كركټ لپا??ه غوره او محفوظ ځائې دې ٬ حكومت د انګلېنډ كركټ لوبډلې ته بشپړ امنيت وركوي۔ وفاقی وزیر?? په دې وروستيو كښ?? په ټي ټونټي ورلډ كپ كښ?? د پاكستان او انګېنډ لوبډلو غوره كاركردګي وست??ئل??۔ په دې موقعه د برطانيې كركټ لوبډلې اسټوكس په زړه پورې مېلمستيا د پاكستاني اولس مننه كولو سره ووئيل د پاكستان حكومت امنيت لپاره د اطمينان وړ انتظامات كړې دي۔ ده ووئيل مونږ هيله لرؤ چې يوه ښه لوبه وړاندې كړؤ۔ د پاكستانۍ كركټ لوبډلې مشر بابر اعظم د انګلېنډ لوبډلې ته هركلې ووې او غوره لوبه وړاندې كولو له يۍ د خپل عزم څرګندونه وكړه۔
پاكستان كښې د كركټ جنون دے٬ ګردې نړۍ ته معلومه ده چې پاكستانې اولس كركټ سره څومره مينه لري٬ مريم اورنګزېب
Enjoy shopping APP download URL
مضمون کا ماخذ : اٹلانٹس کا بادشاہ