APP27-140223
ISLAMABAD: Feburary14 – A parliamentary delegation of Ivory Coast, led by the President of the National Assembly of Ivory Coast, Mr. Adama Bictogo, call on President Dr. Arif Alvi, at Aiwan-e-Sadr. APP/MAF/TZD/ABB
اسلام آباد۔14فروری(اے پی پی) پاکستان او آئیوری کوسټ د معيشت ٬ تجارت او كلتور په څانګو كښې دوه اړخيزه همكارۍ ته د ودې وركولو عزم كولو سره دوه اړخيزه اړيكې زياتولو له په اعلی كچه د تبادلو د ډاډګيرنې كول?? په حاجت زور راوړے دے۔ صدر مملکت ډاکټرعارف علوی سره د آئيوري كوسټ پارليماني پلاوي د قومي اسمبلۍ صدر اداما بکټوګ?? په مشرۍ كښې د نهې په ورځ په ايوان صدر كښې ملاقات وكړو۔ په دې موقعه د قومي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف هم موجود وو۔ د پلاوي هركلي كولو سره صدر مملكت ووئيل پاكستان ائيوري كوسټ يو مهم هېواد ګڼي او د خپلې “انګېج افریقا” پالېسۍ لمخې افريقائي هېوادونو ته وده وركول غواړي۔ ده زياته كړه چې دواړه هېوادونه يو بل سره غوره اړيكې لري كومو له به چې د پ??مختګ په عمل كښې د يو بل مرسته كول وي۔ صدر مملکت ووئيل چې پاكستان كال 2004 څخه تر كال 2017 د یو اېن او سی آئی لاندې په ائيوري كوسټ كښې د ملګرو ملتون?? په امن مشن كښې مهم كردار ترسره كړے۔ صدر مملكت ووئيل پاكستان د کووېډ-19 په فعاله توګه مخنيوې كولو سره سره د ترهګرۍ په لعنت كاميابۍ سره قابو موندلې دې۔ صدر مملکت د آئیوری کوسټ مشرتابه لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه او هيله يۍ ښكاره كړه چې د پلاوي دا دوره به دوه اړخيزه اړيكو ته پراختيا وركولو كښې يو مهم قدم ثابت شي۔ په دې موقعه خ??لو خبرو كښې اداما بکټوګو ووئيل چې زمونږ د هېواد مشرتابه د شريكې خوښې په ټولو څانګو كښې پاكستان سره اړيكې لا غوره كول غواړي۔ ده صدر مملكت د خپل هېواد لخوا د معيشت بهترۍ لپاره د پورته كړې شويو اقدامات?? په اړه خبر كړو۔ ده زياته كړه چې پارلیمنټرېنز له به دوه اړخيزه سياسي او اقتصادي اړيكې ښه كولو كښې خپل كردار ترسره كول وي۔ ده په تود هركلي د پ??كستان حكومت ا?? په غوره مېلمستيا د صدر مملكت مننه وكړه۔