اسلام آباد۔7مارچ(اے پی پی) د دفاع وزير خواجه محمد آصف وئيلي دي توشه خانه كېس عمران خان لويې ستونزې سره مخ كړے ٬ وخت به اوښائي چې څوك په چا څه كوي٬ په پټه خله دړكې هېڅ اهميت نه لري٬ آخر خو به عمران خان ګرفتار كړے شي٬ دا به وخت اوښائي چې چا سره به څه كېږي٬ عمران خان كه له زندان څخه يرېږي نو لږ همت نواز شريف څخه اغستلے شي۔ د نهې په ورځ په ټي ټي وي هېډكوارټرز كښې خبري كنفرنس ته خطاب كښې ده ووئيل په بلوچستان كښې د ترھګرۍ پېښې غندنه كوؤ۔ ده ووئيل يو څو مياشتې راهېسې د ترهګرۍ نوې چپه اندېښمنه ده٬ امنيتي ځواكونه د ترهګرۍ مقابله كوي٬ پاك پوځ ٬ پوليس او اېف سي قربانۍ وركوي۔ ده ووئيل دوه اونۍ و??ان??ې مونږ افغانستان ته لاړ وؤ ٬ زمونږ دوره ډېره ښه وه۔ ده ووئېل هيله ده چې افغان پلاوې هم پاكستان ته راشي۔ د افغانستان خاوره بايد د پاكستان په ضد ونه كارولې شي۔ په دې اړه لوظنامه هم شته۔ افغان حکومت زمونږ په دريځ د بشپړ عمل كولو باور راكړے ۔ ده ووئيل په تېر وخت كښې هم مونږ په ترهګرو قابو موند??ے ؤ او دا وارې به هم قابو ومومؤ۔ ده ووئيل عمران خان د يو څو ورځو راهسې ډرامه شروع كړې ۔ په 75 كلن تاريخ كښی څومره تورن عدالت ته و??ان??ې شوي۔ سياسي لارښودو قربانۍ وركړې۔ زمونږ په تاريخ كښې تر ټولو لويه قرباني د ذوالفقار علي بھټو په سولۍ كول وو او ټولو د دې اعتراف كړے ۔ ده ووئېل نواز شريف او د هغ?? لور په سوؤنو ځل عدالت ته و??ان??ې شوي ٬ زندان يۍ خوړلے ٬ نااهل ګرځولے شوے خو عدالت ته به و??ان??ې كېدو۔ ده ووئيل نن د عمران خان وكيل و??ان??ې شو نو هغ?? سره وكالت نامه نه وه۔ ده ووئيل يو وخت ؤ عمران خان به د جنرل باجوه سندرې وئيلې او اوس يۍ د كورټ مارشل خبرې كوي۔ ده ووئيل په عمران خان د كرپش بلها كېسونه دي ٬ اوس عمران خان د توشه خانې كېس په شمول ټولو كېسونو څخه خطره محسوسوي۔ ده ووئيل راتلونكے وخت به دا اوښائي چې څوك به چا سره څه كوي۔ عمران خان به ګرفتارولے شي د هغ?? خوښه ده كه هر څه وكړي۔ ده خواست وكړو چې عمران خان سره دې هم د نورو سياستمدارو په څير سلوك وكړے شي۔ ده ووئيل شوکت خانم يوه ښه اداره ده٬ فارن فنډ??ګ كېس كښې د شوکت خانم فنډنګ سياسي مقاصدو لپاره كارولے شو۔ كه عمران خان بې ګناه دے نو بيا دې عدالتونو ته و??ان??ې شي۔
توشه خانه كېس عمران خان لوئې ستونزې سره مخ كړے ٬ وخت به اوښائي چې څوك په چا څه كوي؟ د دفاع وزير خواجه محمود آصف
Sweet Dream Rich Minerals APP download entrance
مضمون کا ماخذ : ماہی گیری کا جنون