فيصل آباد11اپرېل(اے پی پی)وزير??عظ?? محمد شهباز شريف په فيصل آباد كښې د وړيا اوړو وركولو مركز دوره كړې او د وړيا اوړو د تقسيم نظام جاج ئې واغست۔??ه د وړيا اوړو د وركولو په نظام د اطمينان څرګندونه وكړه۔د نهې په ورځ په فيصل آباد كښې د وړيا اوړو تقسيم مركز دورې په موقع د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله خان او د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيره مريم اورنګزېب هم د هغه سره وه۔وزير??عظ?? پخپله هم مستحقينو ته وړيا اوړه وركړل او په دې موقع يې د مېېرمنو څخه د اوړو رسنې او د هغوي د مسئلو په اړه هم پوښتنې وكړی٬مېرمنو د وړيا اوړو په وركړه د وزير??عظ?? مننه وكړه۔وزير??عظ?? د وړيا اوړو د رسنې په نظام د اطمينان څرګندونه وكړه۔فيصل آباد كښې د 11 لكه څخه زياتو كسانو ته وړيا اوړه وركړے كېږي٬د فيصل آباد په پنځ?? تحصيلونو كښې هره ورځ يو لك 25 زره وړيا د اوړه تروړې وركولې كېږي او هرې كورنۍ ته د 10 كلوګرام اوړو درې تروړې وړيا وركړې كېږي٬وړيا اوړه به د 25 شعبان څخه تر 25 رمضان وركولې شي٬د هېواد په تاريخ كښې په وړومبي ځل غريب اولس لپاره د وفاقي حكومت لخوا وړيا اوړه وركړے كېږي
وزيراعظم محمد شهباز شريف په فيصل آباد كښې د وړيا اوړو وركولو مركز دوره٬د وړيا اوړو وركولو په نظام د اطمينان څرګندونه
Gem Savior Conquer APP download URL
مضمون کا ماخذ : بہت کچھ