اسلام آباد 06 مارچ (اے پي پي) د پاكستان تحريك انصاف ﴿پي ټي آئي﴾ وائس چيئرمېن او خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي وئيلي دي چې د اقتدار وار يو بل ته وركوونكي هېواد سره مخلص نه دي، د ډوډې، جامو او كور نعره وهوونكو يوازې خپل محلونه جوړ كړي دي، بلاول بهټو په لانګ مارچ كښې سركاري وسيلې كاروي، په سندھ كښې تباهي كولو سره اوس د اسلام آباد فتح كولو په پلو روان دي. ده دا خبرې د اتوار په ورځ په قائدآباد كراچې كښې د سندھ حقوق مارچ ګډون كوونكو ته په خپله وېنا كښې وكړې. خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي ووئيل چې د اېن اېف سي ايوارډ له مخې د سندھ حكومت ته 9 زره اربه روپې وركړې شوې وې خو د سندھ حكومت د پرمختيائي پروژو په مد كښې د 1400 اربه روپو كرپشن كړے. د سندھ واكمنو د اولس پېسه په اولس د خرڅ كولو په ځائ خپلو خزانو او جېبونو ته منتقل كړې. د دوي ترجيح اولس نه بلكې اقتدار ته دوام وركول دي. ده ووئيل چې د كراچې خلقو په كال 2018م كښې د پي پي بت مات كړے، اولس به اوس دوكه نه شي، كال 2023م د اولس كال دے. ده ووئيل چې په سدھ كښې لوي بدلون وينم ، انشاالله په كال 2023م كښې به په سندھ كښې هم د تحريك انصاف حكومت وي.
د اقتدار وار يو بل ته وركوونكي هېواد سره مخلص نه دي، د ډوډې، جامو او كور نعره وهوونكو يوازې خپل محلونه جوړ كړي دي. د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي د سندھ حقوق مارچ ته وېنا
مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا کے نتیجے میں پچھلے حصے