پېښور ۔ 24 جنوری (اے پی پی) د خېبر پوښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي وئيلي دي د تعليم په څانګه كښې سرمايه كاري د اولس د سباؤن سرمايه كاري ده٬ تعليم ته وده وركول د يو مسلمان او پاكستاني قام په حېث زمونږ اجتماعي ذمه واري ده كومې لپاره به چې په د تعليم په زړه پورې چاپېريال رامخې ته كول وي٬ وفاقي او صوبائي ??كو??تونه په خپل كلن بجټ كښې زياته برخه د زده كړو په څانګه مصرف كوي۔ مو??ږ له به خپل سباؤن لوستې او ښه جوړولو له خپلې هڅې ګړندۍ كول وي٬ د زده كړو نظام به لا ښه كول وي٬ د موجوده ماركيټ له مخې به خپل قام د زده كړو په كالو سنګارول وي او عصري تحقيق ته به خاص پاملرنه كول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورؤ په ورځ په پېښور پوهنتون كښې د تعليم نړيوالې ورځ په مو??ع د نېشنل کمېشن فار هیومن ډوېلپمنټ (NCHD)، دوستی وېلفېئر آرګنائزېشن او د پېښور پوهنتون په مرسته تابيا كړې دستوره كښې د خاص مېلمه په حېث خطاب كښې وكړه۔ دستوره كښې د پېښور پوهنتون پرو وائس چانسلر پروفېسر ډاکټر محمد سلیم ، ډائرېکټر نېشنل کمېشن فارهیومن ډوېلپمنټ انور اقبال، د اېن سی اېچ ډی ډاكټر اعجاز، د دوستی ویلفیئر آرګنائزېشن اېګزېكټيو ډائرېکټر محمد آصف ریاض، محمدعرفان او د پروفیسر سلمان بنګش پشمول د زده كړو پوهانو او زده كوؤنكو ګډون وكړو۔ دستورې ته خطاب كښې ګورنر وو??يل د اېن سی اېچ ډی او دوستی وېلفیئر پشمول د نورو تنظيمونو لخوا لوړو زده كړو ته وده وركولو له پورته كړي ګامونه د ستائنې وړ دي۔ ده وو??يل نن به مو??ږ له دا عزم كول وي چې په خپل كور ٬ ګاونډ ٬ سيمه او صو??ه كښې ??ه كوم هم ماشوم زده كړو څخه محروم نه پرېږدؤ۔ ده وو??يل د زده كړو څانګې بهترۍ او ټولنه لوستې جوړولو له به لا هڅې كول وي۔ ده وو??يل زمونږ زده كووؤنكو له به د تعليم په مېدان كښې د نړۍ مقابلې كولو له عصري ټېكنالوجۍ څخه استفاده كول وي ولې چې مو??ږ تر هغه وخت د نړۍ مقابله كولې نه شوو تر كومې چې مو??ږ ريسرچ او ټېكنالوجي خپله كړې نه وي۔ ګورنر د دستورې په پايه كښې منتظمینو ته شیلډز او زده كوؤنكو ته توصيفي سندونه هم وركړل
د تعليم څانګې بهترۍ او د ټولنې لوستې جوړولو لپاره به لا هڅې كول وي٬ د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي
Lucky Clover Ms. Official Entertainment Link
مضمون کا ماخذ : números quina hoje