اسلام آباد۔18فروری(اے پی پی) الېکشن کمېشن خېبر پښتونخوا څخه د قومي اسمبلۍ د 36 ټاكلې شويو كانديدانو نوټيفكېشن جاري كړے دے۔ اي سي پي په جاري كړي شوي خپل نوټيفكېشن كښې قومي اسمبلۍ ته بېرته راتلونكو كانديدانو ته وئيلي دي چې هغوي په راروانو درې ورځو كښې دننه د خپلې خوښې س??اسي ګوند سره الحاق وكړي۔ د الېكشن كمېشن له مخې په ټاكنو كښې كامياب شويو كښې اېن اے 4 اپر دیر څخه صبغت الله ، اېن اے 10 بونیر څخه ګوهر علی خان او اېن اے 18 هری پور څخه عمر ایوب ش??مل دے۔ په نوټیفکیشن كښې اېن اے 19 صوابۍ څخه د اسد قېصر او اېن اے 30 پېښور څخه د شاندانه ګلزار د كاميابۍ تصديق وكړے شو۔ د نوټيفكېشن له مخې اېن اے 35 كوهاټ څخه شهریار آ??ریدې او اېن اے 41 لکی مروت څخه شیر افضل مروت كاميابي تر??اس?? كړه۔ دغسې په نوټيفكېشن كښې په كے پي كے كښې د پي اېم اېل اېن ٬ پي پي پي او د اېم ډبلیو اېم د يو يو غړي د كاميابۍ په اړه وئيلې شوي دي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې په خېبر پښتونخوا صوبه كښې د قومي اسمبلۍ مجموعي نشستونه 45 دي په كومو كښې چې مېرمنو لپاره 10 مخصوص نشستونه هم ش??مل دي۔
الیکشن کمیشن خیبر پښتونخوا څخه د قومي اسمبلۍ د 36 ټاكلې شويو كانديدانو نوټيفكيشن جاري كړو
Hood vs Wolf official entertainment portal
مضمون کا ماخذ : پاور بال کی پیشن گوئی