اسلام آباد 23 فروري (اے پي پي) د “بيلټ اينډ روډ انيشي ايټو د لارې د نړيوالو رابطو زياتولو كښې د ميډيا د كردار” په سرخط شوي نړيوال كنفرنس كښې مقررينو نړيوالې ور??رولۍ ته د پېښو چېلنجونو په اړه نړيواله خبرتيا كښې په زياتوالي او راتلونكو نسلونو لپاره په پراخه توګه د ګډې رابطو او ګټورو اړيكو لاره هوارولو كښې د ميديا په كردار رڼا اچولے ده۔ دا نړيوال كنفرنس د چائنا ميډيا ګروپ (اسلام آباد اسټوډيو)، فاٶنډېشن ي??نيورسټۍ د اسلام آباد څانګې د آرټس اېنډ ميډيا او د پاكستان ريسرچ سينټر فار اے کميونټي تر سېوري لاندې تابيا شوے چې مقصد ئې د چ??ن د صحافت د بنيادي اقدارو په اړه پوهه٬ د رپورټنګ معيارات او په اولسي خبرو د دې اثرات لټول او د چ??ن كلتور ته وده ور??ولو كښې د چ??نائي ميديا فعاله كردار لټول دي دغسې چې په دې لړ كښې نړيواله بيداري زياته كړې شي۔ د چ??ن ميډيا په فعاله توګه په دې خبره زور راوړي چې بېلټ اينډ روډ انيشي ايټو په كوم ډول تجارت ته وده ور??وي٬ سرمايه كاري راغب كوي او د شريكو هېوادونو منډيو ته پراختيا ور??ولو كښې كردار لوبوي۔ د کنفرنس نظامت د فاٶنډيشن ي??نيورسټۍ اسلام آباد ليکچرر نشاط انصار كولو۔ د فاٶنډيشن ي??نيورسټي اسلام آباد ريکټر٬ پرو ريکټر بريګيډيئر (ر) ډاکټر عبدالغفور خپله وېنا كښې په كنفرنس كښې په ګډون كولو د چ??ن د مېلمنو او نورو مقررينو مننه وكړه۔ د پاکستان ريسرچ سېنټر فار اے کميونټي ود شيئرډ فيوچر اسلام آباد ايګزيکټو ډائريکټر خالد تېمور اکرم په نړيواله منظر نامه كښې د بيلټ اينډ روډ اقدام د بېلا بېلو اړخونو په موضوع خبرې وكړې۔ ده ووئيل چې چين ګرده نړۍ كښې يو سوكاله او يو بل سره تړلي سباٶن لپاره د خپل عزم څرګندونه كړې ده٬ چين د تل پاتي پرمختګ او شريكې خوشحالۍ لپاره د مناسب چاپېريال په وده كښې خوښي لرلې۔ د فاٶنډيشن ي??نيورسټي اسلام آباد د آرټس اينډ ميډيا څانګې مشرې ډاکټر حنا شاه خپله وېنا كښې په حقيقت آډانه منظر نامه جوړولو كښې د ميډيا د كردار ذكر وكړو۔ دې ووئيل چې د چ??ن ميډيا خبرتيا زياتولو او د سمو معلوماتو ور??ولو د لارې د روډ اينډ بيلټ اقدام منصوبو لپاره اولسي ملاتړ او دا لا ښه كولو لپاره هم كردار لوبوي۔ د چائنا ميډيا ګروپ (اسلام آباد اسټوډيو)، اسلام آباد آفس بيورو چيف جياننګ ډو د سي پيک پرمختګ لپاره د چ??ن او پاکستان د ميډيا ترمېنځه د مرستې په ضرورت زور رواړو۔ د ميونيکيشن ي??نيورسټي آف چائنا بيجنګ ريسرچ فيلو ډاکټر وانچو ړونګ خپله وېنا كښې د بين البراعظمي مرستې فرېم ور?? او بنيادي ډهانچې په پرمختيائي منصوبو رڼا واچوله۔ د سينټ آګسټين ي??نيورسټي تنزانيه د پبلك افيئرز او ماركيټنګ څانګې مشړ ډيوډ هارونا مرشو خپله وېنا كښې ووئيل بيلټ اينډ روډ انيشي ايټو د ځلنده سباون خوبونه رښتيا كوي۔ د آل پاکستان نيوز پيپر سوسائټي (اے پي اېن اېس) عمومي سېكتر سرمد علي ووئيل د پاکستان نيوز پيپر سوسائټي د پاکستاني ميډيا د منظر نامې يو مستحكمه ستن پاتې ده او دې د پرېس د آزادۍ٬ د صحافتي سالميت او اخلاقي رپورټنګ وده كښې ښه كردار لوبولې۔ د امپلي منټيشن ټربيونل فار نيوز پيپر ايمپلائز چيئرمېن شاهد محمود کھوکھر ووئيل بيلټ اينډ روډ انيشي ايټو د پاک۔ چين اړيكو لپاره اهميت په ډاګه كړې۔ د اطل??عا?? او خپرونو پخواني وفاقي سېتكر اشفاق ګوندل خپله وېنا كښې د بيلټ اينډ روډ انيشيټو په اهميت٬ ګاٶنډي هېوادونو او ګردې نړۍ سره د ښه ګاٶنډيتوب پاليسي او په سوله ايز پرمختګ كښې د چ??ن په كردار رڼا واچوله۔ د بحريه يونيورسټۍ اسلام آباد د سوشل سائنسز څانګې مشر ډاکټر آدم سعود خپله وېنا كښې د كلتوري سفارتكارۍ او د سافټ پاور ودې اهميت په خاص توګه په ډاګه كړو۔ د ايسو سي ايټډ پريس آف پاکستان (اے پي پي) منيجنګ ډائريکټر محمد عاصم کھچي د ”سي پېك د لارې په سيمه ايزو روابطو كښې د پاكستانۍ ميډيا په كردار خپلو خبرو كښې د چ??ن او پاکستان ترمېنځه روغه جوړه په اسانولو كښې د ميديا په اهم كردار رڼا واچوله۔ دې سره سره ده د سفارتي هلو ځلو ذكر وكړو كومې چې بېلټ اينډ روډ انيشي ايټو لپاره غړو هېوادونه له كول پكار دي۔ ده ووئيل د معلوماتو په سمدستي توګه د تبادلې په نتيجه كښې ميډيا يو بهتر ماحول جوړولې شي چې پكښې ګاٶنډي هېوادونه چېلنجز حل كولو لپاره خپل خپلې هڅې يو كولې شي۔ محمد عاصم کھچي ووئيل سي پېك كښې د پاکستانۍ ميډيا کردار دومره مهم دے څومره چې وړاندې ٶ۔ ده ووئيل د بدلون د دې اهمې منصوبې په راتولونكي پړاٶ كښې ميډيا له اولس خبرولو لپاره روړاندې كېدو سره خپل كردار لوبول پكار دي۔د فاٶنډيشن ي??نيورسټي اسلام آباد ډاکټر حنا شاهد كنفرنس كښې په ګډون كولو د مقررينو او حاضرينو مننه وكړه۔ د کنفرنس په موقع د “بېلټ اېنډ روډ انېشيټو۔۔۔۔ يو ممكنه سباٶن لپاره سفر” په سرخط يو پوسټر نندارتون وكړے شو۔ د كنفرنس په پايې كښې مقررينو ته سووينئرز وړاندې كړې شول٬ په دې موقعه د پوهنتون ګڼ شمېر زده كوٶنكو هم موجود وو
د بيلټ اينډ روډ انيشي ايټو د لارې نړيوالې رابطې زياتولو كښې د ميډيا د كردار په اړه نړيوال كنفرنس
Cleopatra's Secret Official Entertainment Link
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے اعداد و شمار