وزیراعظم محمد شباز شریف سره د آذربائیجان د ماحولیات او قدرتي وسائل وزير مختار بابائیف وليدل
Candy Bonanza Entertainment official link
APP37-100524
ISLAMABAD: May 10 – Minister of Ecology and Natural Resources of Azerbaijan, H.E. Mukhtar Babyev calls on Prime Minister Muhammad Shehbaz Sharif. APP/MAF/FHA
اسلام آباد۔10مئی (اے پي پي)وزیراعظم محمد شهباز شریف په کوپ29 كښې د ګډون بلنه قبلولو سره په دې لړ كښې د آذربائیجان کامیابي باوري كولو لپاره د پاکستان لخوا د مرستې او ملاتړ باور وركړے ۔ د جمعې به و??ځ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ څخه جاري كړي بیان تر مخه و??یراعظم سره د آذربائیجان د ماحولیات او د قدرتي وسائلو وزیر مختا?? بابائیف په و??یراعظم هاوس كښې ملاقات وكړو۔ د آذربائيجان وزیر په دې مهال وزیراعظم ته د آذربائیجان صدر الهام علییوف د اړخه په نومبر 2024 كښې باکو كښې د رابللي شوي د ملګرو ملتونو کانفرنس آف پارټیز 29 كښې د ګډون كولو بلنه و??كړه ۔وزیراعظم د 29 م کانفرنس په بلنه رالېږلو د آذربائیجان د صدر مننه وكړه او هغه ته او آذري اولس ته ئې د کوپ 29 په كوربتوب مبارکي وركړه ۔ کوپ 29 سږ كال د موسمیاتي بدلون څخه په رامخې ته شوو چیلنجونو د غور و خوض كولو لپاره د نړيوالو لارښو??و ?? ټولو نه لويه او مهمه اجتماع ده ۔ د آذربائيجان وزیر سره په خبرو كښې وزیراعظم ووئېل پاکستان د موسمیاتي بدلون منفي اغيز نه تر ټولو زياتو ځپلو شوو هېوادونو كښې يو دے ،په 2022 كښې پاکستان د يو تباہي كونكي سیلاب سره مخ شوے ؤ ۔دغسې وزیراعظم د کوپ29 په اړه د آذربائیجان کامیابي باوري كولو لپاره د پاکستان د اړخه د مکمل مرستې او ملاتړ باور وركړو ۔ په کوپ 29 كښې د ګډون بلنه قبلولو سره و??یراعظم ووئېل زه په کوپ 29 كښې ګډون كولو ته به منتظر يم چرته به چې ماته د صدر الهام علییوف سره د دوه اړخيزه اړيكو په خاص توګه تجارت او سرمایه کارۍ زياتولو لپاره د تفصیلي خبرو اترو موقع تر لاسه شي ۔ په دې مهال وزیراعظم هم صدر علییوف ته د پاکستان د سرکاري دورې كولو بلنې له د عزم پخلے وكړو ۔په دې مهال وزیر پاکستان كښې د كوربتوب او د کوپ 29 کامیابۍ لپاره د پاکستان د مرستې د وړاندېز مننه وكړه ۔ هغه ووئېل آذ?? بائیجان د پاکستان سره په ګډه به کار كوي دغسې چې يوه داسې تګلاره جوړه كرې شي کومه چې د موسمیاتي خطرو سره د مخ شوو هېوادونو د ضروریات مناسب عکاسي وكړي