اسلام آباد 27 اکتوبر (اے پي پي) د دفاع وزير خواجه محمد آصف وئيلي دي عمران خان د پاكستان پوځ په نخښه كړے٬ عمران خان خپلو مفاداتو لپاره د هرې خبرې قيمت لګولو لپاره چمتو كېږي٬ عمران خان قام ھغه ډګر ته رسولے د كوم محور چې يواځې ذاتي اقتدار دے ٬ د پاکستان سالميت، د بې ګناه خلقو وينه او د ادارو عزت د ھغه په نز?? هېڅ اهميت نه لري٬ په نړۍ كښې شايد چې يو داسې هېواد وي د كوم چې دا مهال هم د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې وينه بهښېږي٬ ?? هېواد آئين او قانون او د شهيدانو وينه رياست او قام لپاره سره كرښه ده ، په ھغې د اوړېدو اجازه نشي وركړ?? كېدې٬ پوځ د دې پاكې خاورې دے د كوم يو فرد نه دے، د دوي قربانۍ دې پاكې خاورې لپاره دي ٬ د چا د اقتدار تحفظ لپاره نه دي۔ د زيارت په ورځ پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې دفاع وزير ووئيل ادارو پرېكړه كړې چې مونږ له غېر سياسي پات?? كېدل دي خو په دې پرېكړه عمران خان د نيوټرل لفظ نه كنځل جوړ كړي ٬ ځكه چې دوي د غېر آئيني كردار لوبولو نه انكار كړے۔ ده ووئيل نن عمران خان پاكستاني قام ته په اصل او په تفصيلي توګه معرفي كړے شوے۔ ده ووئيل كه د ادارې دا پرېكړه ده مونږ ??ې احترام كوٶ۔ ده ووئيل مونږ ?? 75 كالو راهسې دا مطالبه كوله او نن مونږ ??ا منزل موندلے دے نو پكارده چې مونږ ??ې تحفظ كړے ؤ مونږ ??غې نه كنځل جوړ كړي ځكه چې دا د عمران خان مفاداتو سره مطابقت نه لري، ده ووئېل عمران خان ټولې ادارې د خپل ذات تابع كول غواړي چې پكښې پارلمان٬ عدليه٬ الېكشن كمېشن او د پاكستان پوځ شامل دے، عمران خان د فرد و??حد حکمراني قائمول غواړي۔ ده ووئيل عمران خان د منع كولو باوجود سائفر راپورته كولو سره دا د نېشنل سكيورټي مسئله ګرځولې ا?? دا ئې خپل سياست لپاره استعمال كړې ا?? دا د هغه د جعلسازۍ آډيو ټېپ څخه هم برېښي په كوم كښې چې هغه وائي چې مونږ ??ه يواځې ګېم كوٶ۔ ده ووئيل عمران خان په سائفر ?? هېواد عزت سره لوبې كوي٬ زمونږ نړيوالې اړيكې تباه شوي او يواځې پوائنټ سكورنګ لپاره د پاكستان رياست عزت تباه كېږي ۔ ده ووئيل عمران خان د ارشد شريف مرګ نه هم د سياسي كاروبار جوړولو هڅه كړې٬ د چا د عزت خيال نه ساتي، ارشد شريف بهر څنګه تللے ٬ عمران خان وائي ما خپله بهر لېږلے او زه دا معلومات لرم چې ھغه ته د چا نه خطر ٶ۔ ده پوښتنه وكړه چې آيا كله دې راوبللے شي نو چې نامې ا??ښايه نو د چا نامې به واخستلې شي؟ خواجه محمد آصف ووئيل ارشد شريف د دبئۍ نه كينيا ته چا لېږلے٬ په دې مهم پرېس كنفرنس كښې د ھغه د اجر هم نامه راځي۔ ده ووئيل اوس به په د تورو سپينو په مېنځ كښې خبر?? كېږي٬ عمران خان ټول حدود كراس كړي او ادارې چې د كوم تحمل څرګندونه كړې ا?? د خپل غېر سياسي كېدو د كردار پرېكړه ئې كړې د دې مونږ هركلے كول غواړو۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې خواجه محمد آصف ووئيل د ارشد شريف د كورنۍ او د صحافتي ورورولۍ په غم كښې برابر شريك يو، د پرېس كنفرنس مقصد دا دے چې څوك د ھغه د مرګ سياسي ګټه پورته كول غواړي د ھغې نه هم قام اګاه كړے شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل كه يوې ادارې خپل كردار په آئيني حدود كښې د پات?? كېدو په جار اظهار كړے نو د پوځ قيادت ته په دې موقف پېرزوئنې وړاندې كړٶ، دفاع وزير ووئېل حکمران اشرافيه او نورو ادارو له هم د دوي تقليد پكار دے چې مونږ ??ه د اولس نه سوا د چا نه مرسته نه غواړو، د ماضي غلطو كه څوك اعتراف كوي نو په ھغې دوي ته پېرزوئنې وړاندې كول پكار دي٬ دا يوه تاريخي لمحه ده۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب خواجه آصف ووئيل مونږ ??ه دا هڅه كوٶ چې د لانګ مارچ د صورتحال سول آرمډ فورسز مخنيوې وكړي دغسې چې كوم داسې صورتحال پېدا نه شي
عمران خان د پاكستان پوځ په نخښه كړے٬ عمران خان خپلو مفاداتو لپاره د هرې خبرې قيمت لګولو لپاره چمتو دے ۔ د دفاع وزير خواجه محمد آصف پرېس کنفرنس
Speed roulette online game
مضمون کا ماخذ : کراچی لاٹری