اسلام آباد۔31جنوری(اے پی پی) د مذهبونو ترمينځه همغږۍ لپاره د وزيراعظم خاص استازي حافظ طاهر محمود اشرفي وئيلي دي په هېواد كښې د مذهب يا د رسا??ت بې حرمتۍ په ضد قانون په ناوړه توګه نه كارولے كېږي٬ په اسلام كښې جبر نشت?? نو بيا دا تور ولې لګولې شي چې اسلام په جبر سره خلق مسلمانلن كوي۔ آئين په پاكستان كښې د ټولو مذهبونو د منونكو حقونو ته تحفظ وركړے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د مذهبي چارو وزارت تر انتظام لاندې په جبري توګه د مذهب بدلولو په سرخط يو ورځني سيمينار ته خطاب كښې وكړه۔ حافظ محمد طاهر محمود اشرفی ووئيل په اسلام كښې جبر نشت?? نو بيا تور ولې لګولے شي چې اسلام خلق په زور مسلمانان كوي٬ دغسې په زور د واده تصور هم اسلام كښې نشته۔ ده ووئيل زه دا خبره به دعوې سره كوم چې څوك هم د مذهب يا د رسا??ت بې حرمتۍ په ضد قانون په ناوړه توګه نه كاروي۔ ده ووئيل پاكست??ن اسلامي رياست دے ٬ د پاكستان آئين د قرآن او سنت تابع دے ٬ څوك چې د پاكستان آئين مني دا د هغه وطن دے او څوك چې دا آئين ن?? مني مونږ هغه ن?? منؤ۔ ده ووئيل د پاكستان آئين او قانون ټولو ته د ژوند حق وركوي۔ زه د پاك پروردګار د توحيد ٬ د ختم نبوت عقيدې او د ناموس رسا??ت بيانولو حق لرم خو د چا د عقيدې بې حرمتي كولې نه شم او قرآن هم دې څخ?? منع فرمائيلې ۔ ده ووئيل قرآن مونږ ته د بېن المذاهب مكالمې امر كوي۔ ده ووئيل په ټولنه كښې د خپلو اقدارو او قانون تر مخه وړاندې تللو ته اړتيا ده
په هېواد كښې د مذهب يا د رسالت بې حرمتۍ په ضد قانون په ناوړه توګه نه كارولے كېږي٬ د خصوصي استازي حافظ طاهر محمود اشرفي سيمينار ته خطاب
Wish Wheel APP download entrance
مضمون کا ماخذ : پاور بال جیک پاٹ