اسلام آباد21فروری(اے پی پی)د كورنيو چارو وفاقي و??ير رانا ثناﺀ الله خان وئېلي دي د جيل بهرو تحريك اصل مقصد يو ډرامه چلول٬د مېډيا پام ځانه ته ګرځول٬د امن او امان صورتحال متاثره كول او سياسي عدم استحكام راپېدا كول دي٬په هېواد كښې به د امن او امان صورتحال باوري كولې شي او ق??نو?? ماتونكې به ګرفتارولې شي٬د امن دښمنانو رېكارډ دې وساتلے شي او هغوي به كريكټر سرټيفيكټ كښې واضحه كولې شي۔هغه د نهې په ورځ د امنيتي صورتحال په اړه د اعلٰی كچ غونډې ته وېنا كوله۔په غونډه كښې داخله سېكرټري يوسف نسيم كهوكهر٬د پنجاب٬سندھ٬كے پي كے او اسلام آباد آئي جيز٬هوم سيكرټريز٬د اسلام آباد كمشنر او نورو اعلٰی چارواكو افسرانو ګډون وكړو۔په غونډه كښې د كورنيو چارو وفاقي و??ير ته د پي ټي آئي جيل بهرو تحريك په تناظر كښې د امان اومان په صورتحال تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔د كورنيو چارو وفاقي و??ير رانا ثناﺀ الله هدايت كړے چې د ق??نو?? ماتونكو په ضد دې شواهد رايوځاې كو??و سره اولس ته وړاندې كړے شي دغسې چې د ق??نو?? ماتونكو اصل څهره په ډاګه شي او د مېرمنو او غريبو كاركنانو ګرفتارۍ څخه دې ډډه وكړی شي۔د كورنيو چارو وفاقي و??ير په ??را??ۍ كښې د ترهه ګرۍ اوسنو پیښو موثره مخ نيوي كښې د سندھ آئي جي او د پوليس فور بهادرۍ كردار وستائېلو
د جيل بهرو تحريك اصل مقصد د مېډيا پام ځان ته ګرځول٬د امن او امان صورتحال متاثره كول او سياسي عدم استحكام راپیدا كول دي۔رانا ثناﺀ الله خان
Captain's Treasure APP game official website
مضمون کا ماخذ : خوش قسمت لڑکی