اسلام آباد 11 مئي (اے پي پي) د ا??ته??پيا خارجه وزير مملكت مسګانو آريګا وئېلي دي ا??ته??پيا پاكستان سره كاروباري اړيكو ته ودې ته ډېر اهميت وركوي۔د دې خيالاتو څرګندونه هغې د اسلام آباد چيمبر آف كامرس اي??ډ انډسټري لخوا د پاكستان ا??ته??پيا بزنس فورم ته د وېنا كولو په مهال وكړه۔د ا??ته??پيا انووېشن اي??ډ ټېكنالوجي وزير مملكت فوزيه امين او نور مشران هم په دې موقع موجود وو۔په خپلې وېنا كښې مسګانو آريګا ووئيل ا??ته??پيا پاكستان سره كاروباري اړيكو ته ډېر اهميت وركوي۔هغې ووئيل ا??ته??پيا افريقائي هېوادونو كښې په تندۍ سره پرمختګ كونكے معيشت دے او د پرمختګ لس كلنه پلان لري ۔هغې په دې خبره زور راوړو چې پاكستاني سرمايه كار دې په ا??ته??پيا كښې سرمايه كارۍ ته پام لرنه وكړي ځكه چې زمونږ هېواد غېر ملكي سرمايه كارو ته زړه راښكونكې موقعې وركوي۔هغې ووئيل د ا??ته??پيا ايئر لائن پاكستان سره نيغ په نيغه پروازونه پېل كړي كوم چې به چې د دواړو هېوادونو ترمينځه كاروباري او اولسي اړيكې لا ښې كړي۔هغې ووئيل د ا??ته??پيا پلاوي پاكستان تجارتي او پېداواري هلو ځلو لپاره يو ښه هېواد ګرځولے او په ښه مېلمستياﺀ كولو د پاكستان حكومت او چيمبر مننه كوو۔د اسلام آباد چيمبر آف كامرس اي??ډ انډسټري صدر احسن ظفر بختاوري په خپله د هر كلي وېنا كښې ووئيل د پاكستان او ا??ته??پيا ترمينځه دوه اړخيزه تجارت 10 كروړه ډالر څخه هم كم دے د كوم ښه والي لپاره چې پراخه ګنجائش موجود دے۔ده ووئيل پاكستان ا??ته??پيا ته ډېر مصنوعات لېږلې شي چې پكښې ټېكسټائل٬وريژې٬فارماسيوټيكل٬كيميكل٬جراحي او طبي آلات٬د لوبو سامان او تعميراتي ميټريل شامل دي۔دغسې چې پاكستان د ا??ته??پيا څخه ډېر د خوراك څيزونه درآمد كولې شي۔په پاكستان كښې د ا??ته??پيا سفير جمال بكر عبدالله په خپله وېنا كښې د دې عزم پخلے وكړو چې د دواړو هېوادونو ترمينځه كاروباري اړيكو لا ښه والي لپاره به خپلې هڅې جاري ساتم۔په پاكستان كښې د ا??ته??پيا اعزازي قونصل جنرل ابراهيم خالد تواب د دواړو هېوادونو ترمينځه كاروباري اړيكو ته د ودې وركولو په اهميت هم رڼا واچوله
د پاكستان سرمايه كار دې ايتهوپيا كښې د سرمايه كارۍ موقعې ولټوي۔د ايتهوپين خارجه وزير مملكت مسګانو آريګا
Mermaid Fortune Online Entertainment Links
مضمون کا ماخذ : ڈوپلا سینا