اسلام آباد 04 جون (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئيلي دي پرچې والا چيئرمېن د هېواد معيشت په اړه په دروغو وئيلو اولس ګمراه كولے نشي،څوك چې د آئي ايم اېف د پور دړد لري هغوي دې سوئس بينکونو څخه خپلي روپۍ بيرته راوړي، د تيرې ورځ اتحاديان د نن دښمنان دي، تير وخت كښې اين ار او اخستونكي نن بيا اين آر او غواړي،چا ته به هم اين آر او نه ترلاسه كيږي،بلاول دي اووائي د سندھ حکومت تر اوسه د ويكسين څومره خواركونه اخستي، د پاکستان معيشت پرمختګ كوي ، ټولي اشاريي مثبت دي،د ټولو چيلنجونو باوجود زمونږ معيشت پرمختګ كوي۔ده د جمعې په ورځ د اطلاعات او خپرونو وزارت كښې هنګامي پريس کنفرنس ته وينا كوله۔ وزير مملكت فرخ حبيب ووئيل د ايکسپورټ 13فيصده اضافې سره به په وړومبي ځل د ايکسپورټس او ترسيلات زر پشمول 55 بليونه ډالره انفلو پاکستان ته راشي۔ده ووئيل لارج سکيل منيو فيکچرنګ كښې 9فيصده ،ګاړو خرڅېدو كښې 54فيصده، د ټيکس وصولېدل 4170 اربه روپو ته رسېدو سره 11 نيم فيصده فيډرل ايکسائز زيات شوے ، د پاکستان په تاريخ كښې ريکارډ ريفنډ 216 اربه روپۍ بيرته وركړې شوي ،کرنټ اکاؤنټ خساره 19.2 وه اوس 800 اربه ډالره سرپلس دي ،كه د قرض قسطونه بيرته وركول نه وو نو د حکومت آمدن به د خرڅونو څخه زيات ؤ۔ده ووئيل زرعي پرمختګ او د کروندګرو سوكالۍ لپاره کروندګرو ته 1100اربه روپۍ اضافي وركړې شوي چې پګښې د غنمو كروندګرو ته 500 اربه روپۍ ترلاسه شوي چې له امله ئې د غنمو مجموعي پيداوار 27.3 مليونه ټنه دے۔ده ووئيل د آئي اېم اېف خبره كوونكي دي اووائي د هغه پلار آئي اېم اېف ته نه ؤ تللے ،هغوي ته د دومره فكر كوول حاجت نشته، د پيپلز پارټۍ په دور كښې بهرنے پور 32 فيصده زيات شوے، ډالر د 62 روپو څخه 95 ته رسيدلے ؤ ، د برېښنا لوډ شيډنګ او هر پلو کرپشن هم ؤ۔ ده ووئيل د سندھ د غريب خبره كوونكو په 13 كلونو حكومت كښې څه كړي،د غريبۍ ختمولو له څه اقدامات شوي ، 14 اربه روپۍ د غنمو غلا شوي ۔ده ووئيل د اے ټي ايمز خبره كوونكي دي اووائي مظفر ټپي ، عاصم حسين چرته دي۔ ده ووئيل سندھ كښې دننه اندھير نګري ، چوپټ راج دے۔ده ووئيل د شماريات بيورو شميري وائي چې د ټولو نه زياته ګراني په كراچۍ كښې ده۔ده ووئيل احساس پروګرام كښې 55 اربه روپو څخه زياتي كومي چې 31 فيصده دي سندھ له وركړې شوي،مونږ د شفافيت بنياد اېښودلے او 8 نيم لكهه وګړي غېر مستحق د بے نظير انکم سپورټ پروګرام څخه وېستلے شوي، پيپلز پارټي دې اووائي داسي كومه اداره ده كومه چې هغوي سمه كړې ،سټيل مل ، پي آئي اے پشمول ټولي اداري ئې تباه كړي۔ وزير مملكت ووئېل پيپلز پارټۍ په مهارت سره لوټ مار ،مني لانډرنګ او هيرا پھيري كړې، معيشت سمول ،اصلاحات كول او اولس له ريليف وركول د عمران خان كار دے هغه غل نه دے۔ ده ووئيل عمران خان د آرزانو كورونو يو چاپيرچل راجوړ كړے۔ده ووئيل دا دي وئيلي شي چې د سندھ اولس ته به هيلتھ کارډ كله وركوې ۔ ده ووئيل 9مليونه سمندر پوري پاكستانيانو له د ووټ حق وركولو ولي مخالفت كوې،اليکټرانک ووټ مشين ته اوګورې ، د كاڼي د وخت خبرې پريږدې
پرچې والا چيئرمېن د هېواد معيشت په اړه په دروغو وئيلو اولس ګمراه كولے نشي، څوك چې د آئي ايم اېف د پور دړد لري هغوي دې سوئس بينکونو څخه خپلي روپۍ بيرته راوړي،د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب
مضمون کا ماخذ : پیش گوئی اور حکمت عملی