اسلام آباد 24 اپرېل (اے پي پي) د خزانې او محصولاتو وفاقي وزير ډاكټر مفتاح اسماعيل د نړيوال بانك نائب صدر هرت ويګ شېفر سره په واشنګټن كښې ملاقات وكړو. د ملاقات په مهال د پاكستان او نړيوال بانك ترمېنځه د اشتراك كار جاج واخستل شو. د خزانې وزير د پاكستان په سماجي او اقتصادي پرمختګ كښې د نړيوال بانك د كردار او مرستې ستائنه وكړه. ده ووئيل چې په پاكستان كښې د نړيوال بانك په مرسته په يو شمېر پروژو كار روان دے. د نړيوال بانك نائب صدر د پاكستان سماجي او اقتصادي پرمختګ لپاره د نړيوال بانك د مرستې او ملاتړ د عزم پخلې وكړو. په دې موقع د خزانې دوهمه وزير عائشه غوث پاشا او د خزانې سېكرټري حميد يعقوب شېخ هم موجود وو. د خزانې وزير مفتاح اسماعيل د نړيوال بانك مېنجنګ ډائرېكټر او د نړيوال مالياتي فنډ ډپټي مېنجنګ ډائرېكټر سره هم ملاقاتونه وكړل. ده پاكستاني نژاد امريكائي تجارانو او سرمايه كارو ته هم وېنا وكړه.
د خزانې او محصولاتو وفاقي وزير ډاكټر مفتاح اسماعيل د نړيوال بانك نائب صدر هرت ويګ شېفر سره ملاقات وكړو
مضمون کا ماخذ : نتیجہ بہت زیادہ