كراچۍ 20 جنوری (اے پی پی ) د خزانې وزير سناتور اسحاق ډار وئېلي دي سياست دې معيشت څخه جلا وساتلې شي٬په معاشي چارو دې سياست څخه ډډه وكړې شي۔د پاكستان چېمبر آف كامرس اينډ انډسټري فېډرېشن ته د جمعې په ورځ خپل خطاب ??ښې ده ووئيل ځينې سياستمدار سياسي مقاصدو له په پرمختيائي پروژو ټكونه كوي بايد هغوي سياست د معاشي چارو او هېواد پرمختګ څخه جلا وساتي۔ده ووئيل ځينې عناصر د هېواد قرض په اړه نا سمې شمېرې وړاندې كوي۔ده ووئيل ډېر زر به د هېواد مالي چارو٬معاشي صورتحال او د قرض په اړه حقائق په تفصيل يو آرټيكل ??ښې وليكلې شي كوم به چې پھ دې اونۍ ??ښې بشپړ شي۔ده ووئيل د اصل صورتحال معلومولو لپاره دې آرټيكل ضرور ولوستلې شي۔ده ووئيل وفاقي حكومت د كراچۍ سركل رېلوے پروژه سي پیك ??ښې ??ه شاملولو د كراچۍ وګړو غوښتنه ترسره كړی٬كراچۍ ??ښې د امن وضعې ښه كولو له وفاقي حكومت سختې پريكړې كړی دي۔په دې موقع د اېف پي سي سي آئي صدر زبير طفيل ووئيل معيشت ښه كېدو پلو روان دے ٬پالېسي رېټ د تېرو 40 كلونو په كمه كچه دے ??ده ووئيل كورنې قرض د هدف څخه زيات دے ??د خزانې وزير دې دغې ت?? پام لرنه وكړي٬برآمدات ??ښې كمې د نړيوال كساد بازارۍ په سوب دے ??د 180 اربه روپو ايكسپورټ پېكج سره به پیداواري لګښت كم شي
سياست دې معيشت څخه جلا وساتلې شي٬په معاشي چارو دې سياست څخه ډډه وكړې شي
مضمون کا ماخذ : apostas lotofácil