اسلام آباد 17 فروري (اے پي پي) د کشمير او ګلګت بلتستان وفاقي وزير علي امېن ګنډا پور وئيلي دي د وزيراعظم عمران خان وژن له مخې ګلګت بلتستان كښې د سېلګرۍ ودې لپاره ګامونه پورته كوو،سېلګرۍ سره به په نړيواله كچه د پاکستان تشخص نور هم ښه شي، د سېلګرۍ پرمختګ سره به د پاکستان معيشت مستحکم شي،ګلګت بلتستان د سېلګرۍ په اړه په هغه سيمو كښې شامل دے كوم ته چس تيرو حكومتونو پام لرنه نه ده كړې ،ابتدائي پروجيکټ كښې به 150 كورونه جوړولې شي،دا پروګرام به بيا پراخه كولې شي، د سېلګرۍ ودې لپاره حکومت د بابو سر ټاپ ټنل جوړولو منصوبه بندي کوي، د ګلګت بلتستان ټولو روغتونو له به بنيادي آسانۍ وركولې شي۔ د شورو په ورځ د نېشنل بينك آف پاکستان او ګلګت بلتستان حکومت ترمينځه د مفاهم په ياداښت لاس ليك دستوره نېشنل بنك اسلام آباد كښې وشوه۔ د لوظنامې ترمخه به نېشنل بينك د ” اين بي پي ميزبان” پروګرام ترمخه ګلګت بلتستان كښې قرض وركوي،قرض به كورونو كښې د سېلګرو رهائش لپاره د كوټو جوړولو لپاره استعماليدې شي، د پروګرام ترمخه د ګلګت بلتستان ټولو كليو كښې به اولس له قرض وركولې شي،په ابتدائي توګه به د ګلګت بلتستان ټولو ضلعو كښې 150 كورونو كښې پائلټ پروجيکټ پيل كوي۔نېشنل بنك په ابتدائي توګه دې پروګرام لپاره 20 كروړه روپۍ بيلې كړي۔ د يوې كوټې جوړولو لپاره به 3 لکهه 75 زره روپۍ وركولې شي۔دوو كوټو لپاره به 8 لکهه روپۍ وركولې شي دغسې د درېو كوټو لپاره به 13 لکهه 75 زره روپۍ وركولې شي
د وزيراعظم عمران خان وژن له مخې ګلګت بلتستان كښې د سېلګرۍ ودې لپاره ګامونه پورته كوو، د کشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امېن ګنډا پور
مضمون کا ماخذ : پاکستان کی لاٹری کی تاریخ