اسلام آباد۔24اګست (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي په ماشومانو كښې د سټنټنګ او د غذائيت کمي په مخ نيوي ، د مور او ماشو سره د كليوال اولس د صحت سهولتونو كښې د كمي مسئلې حل كولو په اهميت زور رواړلو سره وئيلې دي په دې لړ كښې سركاري٬ نجي او نړيوالو شراكتدارو تر مينځه د نزدې او موثره همكارۍ اړتيا ده۔ دا خبرې صدر ډاکټر عارف علوي د ورلډ فوډ پروګرام خاص سلاحكارې او د اردن شهزادګۍ ساره زېد سره كړې۔ په دې موقع دوي ووئېل بي آئي اېس پي سره د ملګرو ملتونو د ورلډ فوډ پروګرام د سټنټنګ مخنيوي لپاره د هېواد د لوي قامي فليګ شپ پروګرام په پېل كولو كښې مرسته كوي چې نامه ئې بېنظير نشوونما پروګرام دے٬ د دې پروګرام ابتدائي هدف د بي آئي اېس پي رجسټرډ 15 لكه اميدوارې مېرمنې او فيډ مدر او كوچنيان دي۔ صدر د ټولو سټيک هولډرز، پبلك او پرائيويټ سيکټر او د نړيوالو ادارو پشمول يونيسيف، يو اېن اېف پي اے، ډبليو اېچ او سره سره د يو اېن ډبليو اېف پي لخوا د دې مهم اقدام په خاص توګه د مور ماشوم صحت وړومبۍ يو زر ورځو په مهال د موثره او د تل پاتې پېشه وره ملاتړ او په تړون اډانه كردار ستائنه وكړه۔صدر ووئيل د حمل مخ نيوي داروګانو او آسانيو ته رسنه ښه كولو سره پاكستان كښې نزدې لس ملينه د كال حمل نيم په نيمه كمېدې شي٬د آبادۍ د زياتوالي په مسئله قابو موندلو په حقله ده ووئيل په حكومتي او نجي كچه د نړيوالو اړوندو ادارو سره نزدې او موثره همغږي ډېره ضروري ده۔صدر ووئيل د مېرمنو خپلواكه كول٬تعليم او تربيت د مېرمنو د صحت او د صحت منده كورنيو روزنې سره په آبادۍ قابو موندلو لپاره ضروري دي۔د خانداني منصوبه بندۍ لپاره د آبادۍ مرسته ترلاسه كولو له معلومات٬مواصلات او د رسائۍ په اهميت زور راوړلو سره ده د سينې سرتان په حقله د خبرتيا كمپائن مثال وركړو چې پكښې ابلاغ او د رسائۍ جامع تګلارې په سبب په مېرمنو كښې د دې زياتېدونكې ناروغتيا زر تشخيص او د مشاورت ډاډګيرنه شوې٬ كوم چې د رنځ مخ نيوي لپاره ضروري عوامل دي۔ده ووئيل مېرمنې په معاشي توګه اختيارمندې جوړولو كښې دې ټولنه كردار ترسره كړي او د هېواد معاشي منظر نامه ښه كولو لپاره دې فعاله كردار ادا كولو له دوي ته ترغيب وركړي۔ده ووئيل اسلام مېرمنو له په وراثت كښې حق وركړے او دوي يې په مالي توګه اختيارمندې ګرځولې خو له بده مرغه په پاكستان كښې مېرمنې د دوي د كورنۍ سړي د خپل حق نه محرومه ساتي۔
صدر مملكت په ماشومانو كښې د سټنټنګ او د غذائيت د کمي په مخ نيوي ، مور ٬ ماشوم او كليوال اولس ته د صحت سهولتونو د نشتوالي په مسئلو حل كولو زور ۔ د صدر ډاکټر عارف علوي د ورلډ فوډ پروګرام خاص سلاحكارې ساره زېد سره خبرې
مضمون کا ماخذ : الوہا کلسٹر ادائیگی کرتا ہے۔