اسلام آباد ۔ 20 فروری (اے پی پی) د قامي احتساب بېورو چيئرمېن قم?? زمان چوهدري وئيلي دي نېب هېواد كښې د بډو اخستو خاتمې لپاره د عدم برداشت پاليسي خپله كړې او سپېځلتيا ته پام لرنه كوې٬ شريك تحقيقاتي نظام جوړولو سره په مېرټ د مقدمو تر سره كولو له مرسته تر لاسه شوې٬ د كال 2015 په مقابل كښې په كال 2016مه كښې يو په دوه ګېلې راغلې كومې چې د اولس لخو اپه نېب د باور لرلو عكاسي كوي ۔ده دا خبرې د شورو په ورځ د نېب په مركزي دفتر كښې د ادارې د كاركردګۍ په اړه د غونډې مشرۍ په مهال خپله وېنا كښې وكړې۔ ده ووئيل د بډو مخنيوي لپاره كوټلې تږ لاره وضعه كړې شوې ۔ ده ووئيل په تېرو 3 كالو كښې د نېب چارواكو لخوا سر ته رسولي شوي ګېلې د دې خبرې څرګندونه كوي چې د نېب چارواكي د بدعنوانۍ مخنيوي له خپله قامي فريضه تر سره كوي۔ده ووئيل نېب فرانزك سائنسي لېب جوړ كړې او د مقدمو سر ته رسولو وخت لس مياشتې ټاكلې شوې۔ ده ووئيل نېب د بدعنوانۍ مخنيوي لپاره ??ين سره تفاهم لاس ليك كړې چې له مخې به ئې دواړه هېوادونه د ??ين او پاكستان د اقتصادي لارې په پروژو كښې د بدعنوانۍ د مخنيوي څارنه وكړې شي۔ده ووئيل ځوانان د بدعنوانۍ د بد آغيز نه خبرولو لپاره نېب د لوړو زده كړو كمېسون سره هم تفاهم لاس ليك كړې۔ ده د نېب سيمه ايزو چارواكو ته ووئيل چې ھغوي دې اړوندو څانګو سره په مشاورت پريونشن كمېټۍ جوړ كړي چې دغسې مېرټ او سپېځلتيا ته وده وركړې شي۔
نېب هېواد كښې د بډو اخستو خاتمې لپاره د عدم برداشت پاليسي خپله كړې او سپېځلتيا ته ئې پام لرنه كړې
مضمون کا ماخذ : bolão quina