اسلام آباد 12 نومبر (اے پي پي) د وزيراعظم د مذهبونو ترمينځه د همغږۍ خاص استازي او د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ محمد طاهر محمود اشرفي وئيلي دي افغانستان كښې رامخې ته شوے خطرناك او د بشري الميې صورتحال مقابلې لپاره په سمدستي توګه مشاورتي عمل دې پيل كړے شي ، افغانستان كښې موجوده حكومت سره د خبرو اترو د لارې د مسئلو حل او ستونزو لرې كولو هڅې دې وكړې شي، د يخښنۍ موسم په وجه د خوراك او داروګانو بحران او افغانستان كښې د نړيوالو ترهه ګرو تنظيمونو كارروائيو څخه واضحه كېږي چې كه اسلامي نړۍ او پاتې نړۍ د افغان طالبانو (امارات اسلاميه افغانستان) سره د خبرو اترو او د مرستې لاره اختيار نه كړه نو د تير وخت په شان نه يواځې د سيمې هېوادونه بلكه په نړۍ د انتها خوښۍ او ترهه ګرۍ اثرات مرتب كيدے شي ۔ د جمعې په ورځ خبرې كنفرنس ته په وينا كښې حافظ محمد طاهر محمود اشرفي ووئيل د اسلامي مرستې تنظيم سيكرټري جنرل، رابطه عالم اسلامي سيكرټري جنرل ډاكټر محمد بن عبدالكريم العيسيٰ، شيخ الازهر، مفتي اعظم سعودي عرب، مفتي اعظم متحده عرب امارات، مفتي اعظم مصر، وزير اوقات عراق، وزير اوقاف كويت، مفتي اعظم اردو، مفتي اعظم لبنان، وزير اوقاف قطر، مفتي اعظم فلسطين، قاضي القضاة فلسطين، امام حرم كعبه الشيخ عبدالرحمن السديس، مفتي اعظم چيچنيا، مفتي اعظم بوسينيا، صدر اروپائي اسلامي يونين، وزارت اوقات بحرين، مفتي اعظم الجزائر، مفتي اعظم ملائيشيا، وزارت اوقاف تركي او انډونيزيات پشمول 70 څخه زياتو قائدينو په نامه خطونه لېږلې شوي۔ ده ووئيل په قومي ايكشن پلان او په پيغام پاكستان عملدرآمد سره د ترهه ګرۍ او انتها خوښۍ مخنيوې كيدے شي۔ده ووئيل افغانستان د تيرو 40 كلونو راهسې د جنګ په حالت كښې دے او پاكستان د افغانستان د ګاونډي هېواد په وجه د زياتو ستونزو ښكار دے ،ده ووئېل پاكستان او د پاكستان وګړو الحمد الله د انتها خوښۍ او ترهه ګرۍ لعنت مقابله كړې او د لوي څښتن په فضل سره پاكستان د انتها خوښۍ او ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې وسله والو ځواكونو ، د سلامتيا ادارو او د قامي اتحاد په وجه پاكستان بشپړه كاميابي ترلاسه كړې ۔ده ووئيل افغانستان كښې دا مهال د طالبانو (امارات اسلاميه افغانستان) حكومت دے او افغان طالبانو څو وارې دا واضحه كړې چې خپله خاوره به د كوم بل هېواد په ضد نه كاروو او نه به افغانستان د كوم نړيوال ترهه ګر تنظيم پناه ګاه جوږيږي ا٬ دغسې د بشري حقونو ، د ميرمنو تعليم په اړه ئې د نړيوالو تحفظاتو لرې كولو باور وركړے
افغانستان كښې د رامخې ته شوي خطرناك او د بشري الميې صورتحال مقابلې لپاره دې په سمدستي توګه مشاورتي عمل پيل كړے شي،حافظ محمد طاهر محمود اشرفي
مضمون کا ماخذ : لاٹری کا ٹکٹ کیسے خریدیں