اسلام آباد۔23فروری(اے پی پی) د پاكستان پيپلز ګوند لارښود او پخوانې داخله وزير سېنېټر رحمن ملك د شورؤ په ورځ په يو نجي روغتون كښې په حق ورسېد۔ د هغه عمر 70 كاله وو۔ هغه د بینظیر بھټو چیف سکیورټی افسر پاتې شوې وو او په اېف آئي اے او آئي بي كښې ئې هم خپل خذمات ترسره كړې وو۔ رحمان ملک نزدې درې اونۍ وړاندې د کورونا وائرس رنځ سره مخ شوې وو چې له امله ئې په يو نجي روغتون كښې درملنې روانې وې٬ د طبيبانو د زياتو هڅو باوجود هغه د شورؤ په ورځ په حق ورسېد۔ رحمان ملك د پيپلز ګوند په دور كښې د كال 2008ء نه تر 2013ء داخله وزير پاتې شوې وو۔سېنېټر رحمان ملك د ځان نه وروسته يوه كونډه او دوه ځامن پرېښودل۔ هغه د كال 1951 دسمبر مياشتې په 12 مه نېټه سيالكوټ كښې زېږېدلې وو ٬ كراچي يونېورسټي څخه ئې په شماريات كښې اېم اېس سي كړې وه۔ سېنېټر رحمان ملک د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې مهم كردار ترسره كړې وو چې په نتيجه كښې ئې هغه ته ستاره جراﺀت او نشان امتياز وركړې شو ۔ رحمان ملک يو شمېر كتابونه هم ليكلي دي په كومو كښې چې مودی وار ډاکټرائن، داعش او ټاپ 100 انوېسټی ګېشنز شامل دي۔ د ده په مړينه صدر مملكت ٬ وزيراعظم ٬ داخله وزير ٬ د اطلاعاتو وزير ٬ خارجه وزير او د پيپلز ګوند مشرتابه او نورو سياسي او سماجي شخصياتو د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔
پخوانې داخله وزير سېنېټر رحمن ملك په حق ورسېد
مضمون کا ماخذ : prêmios dupla sena