مري 02 اګست (اے پي پي) وزیراعظم ??اهد خاقان عباسي وئيلي دي چې جمهوري تسلسل مو په څلور ورځو كښې مېنډيټ سره بحال كړے دے٬ د حكومت پاليسۍ به په ځائ ساتو٬ په كابينه مشاورت شوے دے٬ په راتلونكو دوه درې ورځو كښې به كابينه سوګند پورته كړي٬ ?? كابينې د سوګند پورته كولو نه پس به نواز شریف لاهور ته ځي۔ د شورو په ورځ په مري كښې د مسلم ليګ (ن) مركزي لارښود خواجه آصف ٫ احسن اقبال٬ خواجه سعد رفیق، مشاهد اﷲ خان او نورو سره يو ځائ ميډيا سره په خپلو خبرو كښې شاهد خاقان عباسي ووئيل د ګوند سينئر مشرانو سره د كابينې جوړولو پشمول په نورو چارو خبرې اترې شوې دي٬ په راتلونكو دوه روځو كښې به كابينه سوګند پورته كړي۔ ده ووئيل سي پېك، سرمايه كاري، د توان منصوبې ٬بندونه او د موټروېز پشمول نورې منصوبې به د وړاندې څخه زياتې په تندۍ سره بشپړولې شي٬ نړۍ ته ښودلې شو ??ې وزیراعظم ??دلېدې شي خو د پاليسو تسلسل به په ځائ ساتلې شي۔ ده د چوهدري نثارعلي خان په كابينه كښې د شاملېدو پحقله د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئيل په دې حقله مشاورت روان دے٬ محمد نواز شریف سره د نوې كابينې پحقله مشاورت شوے دے۔ ده پخوانې وزيراعظم محمد نواز شریف لاهور ته د تللو پحقله د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئيل د كابينې جوړېدو پړاٶ نه پس به نواز شريف لاهور ته ځي۔ ده ووئيل م??لم ليګ (ن) به د نواز شريف په خالي شوې چوكۍ په لوي اكثريت سره كاميابي ترلاسه كوي۔ ھغه د وړاندې په شان خپلې حلقې ته د تللو پحقله د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئيل چې تل زما خپلې حلقې سره نزدې رابطه وي ٬ خو په اوسني حېثيت كښې امنيتي تقاضا ده٬ دا څه د پروټوكول م??امله نه ده۔
جمهوري تسلسل مو په څلور ورځو كښې مېنډيټ سره بحال كړے دے
مضمون کا ماخذ : فروٹ شاپ