اسلام آباد۔09جولائی (اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر وئيلي پارلمان به كوم هم قانون د قران او سنت مخالف نه جوړوي۔ د جمعې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د مولانا عبدالاکبر چترالي د اعتراض په نكته د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئيل د ګل په ورځ د قانوني پوهانو غونډه رابللې شوې ده كوم به چې د قانون سازۍ په اړه خپلې رائې وركوي۔ هغه ووئيل كوم هم قانون به د قرآن او سنت منافي نه جوړؤ۔ په دې حقله د وزيراعظم عمران خان هم ښكاره هدايات دي۔ دې نه وړاندې مولانا عبد الاكبر چترالي د اعتراض په نكته ووئيل اسلام آباد كښې د مشرانو وګړو د حقونو د تحفظ په ډول هغه هم يو بل ايوان ته وړاندے كړے كوم چې د سېنېټ نه منظور شوے دے۔ په دې محمد علي خان وړاندېز وركړو چې كه دې بل كښې ښه څيزونه وي نو دغه به شامل كړؤ۔ هغه بل دې هم د بشري حقونو قائمه كمېټۍ ته ولېږلې شي۔ هغه ووئيل دا بل دې د شيريں مزاري بل سره ولګولې شي۔(
پارليمان به كوم قانون د قرآن او سنت منافي نه جوړوي۔ د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ نمبر