اسلام آباد 12 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې د ټاكنو كميشن دې په وړومبي پړاٶ كښې د لويو سياسي ګوندونو د فنډ معاملې د اولس په وړاندې كېږدي، ن ليګ او پي پي پي د فنډنګ ريكارډ نه لري، د پيپلز ګوند په په ټاكنو كښې برخه اخستل خو لرې خبره ده په پنجاب كښې ئې څوك ټكټ اخستلو ته هم تيار نه دي، نواز شريف په كال 2013م كښې 10 كروړه روپې ن ليګ ته عطيه كړې دي، په دې رقم كښې 4 كروړه 50 لكه روپې ن ليګ نواز شريف ته ستنې كړې دي، په بنيادي توګه د ن ليګ اكاٶنټ تور سپينولو لپاره كارول شوے، د ټي اېل پي او جے يو آئي د فنډنګ په اړه هم اعتراضات موجود دي، وزيراعظم په ګوادر كښې د لاريون د اولسي غوښتنو نوټس اخستې، وزيراعظم عمران خان د بلوچستان د مسئلو حل په ترجيحي بنيادونو غواړي. ده دا خبرې د اتوار په ورځ خبري كانفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې. په دې موقع د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب هم موجود و. چوهدري فواد حسېن ووئيل چې وزيراعظم بلوچستان لپاره د 700 اربه روپو تاريخي پېكج وركړے دے. د اېران په پوله د تجارتي صورتحال پشان مسئلې هم دي، د افغانستان د صورتحال نه پس مونږ په ټولو پولو امنيت سخت كړے دے او د دې په وجه د ځائي ضرورياتو په اړه هم مسئلې پېدا شوې، مونږ د دې مسئلو احساس لرو. ده ووئيل چې له بده مرغه په تېر وخت كښې حكومتونو د ګوادر په بندر خبره خو كړې ده خو بنيادي مسئلو ته ئې پام نه دے ګرځولے. د اوبو او برېښنا په شان په پروژو كښې تاخير شوے او هلته د محرومې احساس پېدا شوے. چوهدري فواد حسېن ووئيل چې وزيراعظم د بلوچستان حكومت او اړوند ادارو سره په مسئلو خبرې كړې دي.، انشاءاللہ ستونزې به زر حل شي. د اے پي اېس پېښې په اړه د پوښتنې په ځواب كښې د اطلاعاتو وفاقي وزير ووئيل چې د اے پي اېس پېښې مجرمان نيول شوي او سزاګانې وركړې شوې دي. ده ووئيل چې زمونږ دريځ واضح دے چې څوك د پاكستان آئين او قانون منلو سره ځي مونږ به ورسره ځو.
د ټاكنو كميشن دې د لويو سياسي ګوندونو د فنډ معاملې د اولس په وړاندې كېږدي، ن ليګ او پي پي پي د فنډنګ ريكارډ نه لري، د پيپلز ګوند په ټاكنو كښې برخه اخستل خو لرې خبره ده په پنجاب كښې ئې څوك ټكټ اخستلو ته هم تيار نه دي. چوهدري فواد حسېن
مضمون کا ماخذ : resultados loteria ریو ڈی جنیرو