اسلام آباد 25 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې په مقبوضه جمو او كشمير او هند كښې غېر جمهوري او فاشسټ نظريه تپلې شي. د خالي په و??ځ په ټويټر په خپل يو ټويټ كښې وزيراعظم عمران خان د برتانيې د ” دي اكانومسټ” مجلې د سرپاڼې عكس شريك كړو، په كوم كښ?? چې مجلې هند د عدم برداشت هې??اد ګرځولو سره ليكلي دي چې د نړۍ لوي جمهوريت د مودي اقداماتو په و??ه څنګه څنګه خطرو سره مخ دے. وزيراعظم ووئيل چې نړۍ اوس په څرګنده تسليموي چې په مقبوضه جمو او كشمير او هند كښې غېر جمهوري او فاشسټ نظريه تپلې شي. دا د منطقې سلامتيا او امن لپاره تر ټولو ل??ي خطر دے. ده ووئيل چې 80 لكه كشميريان او په هند كښې اوسېدونكي مسلمانان د وړاندې د مودي سفاك پالېسو سره مخ دي.
مضمون کا ماخذ : números quina hoje