اسلام آباد 27 اپرېل (اے پي پي) د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي د سوئيلي اسيا هېوادونو ته د كووډ 19 په وبائي رنځ قابو موندلو او خپل اولس د غربت نه ويستلو لپاره سيمه ايزې مرستې زياتولو ته ضرورت دے، د 6 ګاونډي هېوادونو دا فورم دې مقصد لپاره يو مهم پلېټ فارم دے ، مونږ په ګډه يو داسې شركت جوړولې شو كوم چې په سيمه ايزې خوشحالې كښې مهم كردار ترسره كړي، مونږ د موسمياتي بدلون او د فضائي الودګۍ چېلنجونو سره مخ يو. د پاكستان ، چين، افغانستان، بنګله دېش، نيپال او سري لنكا شپږ ملكي وزارتي كانفرنس ته په خپله وېنا كښې خارجه وزير د چين او د سوئيلي اسيا هېوادونو ترمېنځه د شريكې مرستې ستائنه وكړه او وې وئيل دا د پاكستان د سماجي او اقتصادي پرمختيائي ترجيحاتو له مخې ده. دې سره به سيمه ايزو هېوادونو ته د يو بل د تجربو څخه د استفادې كولو موقع هم په لاس ورشي. په دې لړ كښې پاكستان سيمه ايزې مرستې لپاره د چين لخوا د وړاندې كړے شوو درېو تجويزونو ملاتړ كړے. خارجه وزير ووئيل تېره اونۍ زمونږ غونډه كښې د كورونا مخ نيوي سره سره د غربت په كمولو ډېرې خبرې شوې وې، مونږ په دې لړ كښې د چين او سوئيلي اسيا هېوادونو ترمېنځه د زياتېدونكې مرستې ستائنه كوو. ده ووئيل زمونږ كوم هېوادونه چې د موسمياتي بدلون، قدرتي آفتونو او خطرو سره مخ كېږي، دوي لپاره دا پلېټ فارم ډېر مهم دے، چرته چې مونږ په ښه ډول د قدرتي آفتونو د مقابلې صلاحيت پېدا كولې شوو. ده ووئيل په كلي والو سيمو كښې د غربت خاتمې لپاره د چائنا- سوئيلي اسيا اي كامرس كوآپرېشن فورم يو مهم ګام دے. خارجه وزير ووئيل چين چې څنګه كروندګر ايګري ماركيټ سره د اي كامرس د لارې تړلي دي، دا مونږ لپاره د تقليد وړ خبره ده. دا به زمونږ فوډ سېكورټي او د كلي والو سيمو پرمختګ لپاره هم ګټوره وي. ده ووئيل پاكستان او چين د كورونا وبا پېل كېدو نه تراوسه شريكې هڅې كوي، مونږ د كورونا وبا څخه بچ كېدو لپاره د چين لخوا د واكسينو د ډالې او په نوره مرسته كولو د خارجه وزيړ وانګ ژي او د چينائي مشرانو مننه كوو. ده ووئېل مونږ د چينائي اولس مشر شي جنګ پنګ لخوا د ” كورونا وېكسين- ګلوبل پبلك ګډ” د اعلان هركلے كوو. خارجه وزير ووئيل مونږ ته به په مساوي بنيادونو ارزان واكسين وركول باوري كول وي.
د خارجه وزيره شاه محمود قريشي 6 ملكي وزارتي كانفرنس ته خطاب
مضمون کا ماخذ : لاٹری ایپ ڈاؤن لوڈ کریں