اسلام آباد 09 دسمبر (اے پي پي) د امریکې سېنېټ د وسله والو ځواكونو د كمېټۍ چيئرمېن سناتور جان مېکېن وئيلي دې امريكا به د ترهه ګرۍ په ضد د پاكستان د هلو ځلو مرسته روانه ساتي۔۔دا خبرې جان مېكېن د وزيراعظم د خارجه چارو خاص مرستيال طارق فاطمي سره خبرو كښې كړې ۔ د خارجه دفتر وياند له مخې طارق فاطمي تېره ورځ واشنګټن كښې سناتور جان مېكېن سره ملاقات كړې۔ په دې موقع په دوه اړخيزه اړيكو او د منطقې د سلامتيا په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې ۔ د ملاقات په مهال د كنټرول لائن په كړكېچنه وضعه او په پاك افغان اړيكو هم غور شوې ۔ طارق فاطمي جان مېكېن په شمالي وزيرستان كښې د ترهه ګرو په ضد د كاميابه پوځي عملياتو نه خبر كړو ۔ سناتور جان مېكن د ترهه ګرۍ خاتمې له د پاكستان د هڅو ستائنه وكړه ۔ ده ووئيل امريكا به د ترهه ګرۍ په ضد د پاكستان د هلو ځلو ملاتړ روان ساتي ۔ د خارجه دفتر وياند له مخې د ملاقات په مهال د پاكستان او افغانستان په اړيكو او په اېل او سي او وركنګ باٶنډري د زيات شوي اړي ګړي پشمول په سيمه ايزه وضعه هم خبرې شوې۔ جان مېكېن په ښه ډول د پوځي كمانډ په بدلولو پاكستان له مباركي وركولو سره د دې عزم پخلې وكړو چې امريكا به منطقه كښې پوخ امن او استحكام لپاره پاكستان سره مرسته دوامداره ساتي۔ طارق فاطمي جان مېكېن ته راتلونكي كال د پاكستان دورې بلنه هم وركړه ۔ بلخوا طارق فاطمي واشنګټن كښې د امريكائي سېنېټ د وسله والو ځواكونو د كمېټۍ رېنكنګ غړي اېلېټ اېنجل سره هم ملاقات كړې۔
د ترهه ګرۍ په ضد به د پاكستان مرسته روانه ساتو ٬ امريكا به منطقه كښې پوخ امن او استحكام لپاره پاكستان سره مرسته دوامداره ساتي ۔ د جان مېكېن طارق فاطمي سره خبرې
مضمون کا ماخذ : como jogar lotomania