اسلام آباد15نومبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وزير مملکت فرخ حبيب وئيلي ديد وفاقي کابينې (نن) د نهې په ورځ كېدونكې غونډه ځنډولې شوې ، دا څنګه ښكلے اتفاق دے چې كوم نوټري د نوازشريف د ميډيکل رپورټ تصديق كړے هم هغه د رانا شميم د بيان هم تصديق كوي، د نواز شريف اومريم نواز د سزاګانو په ضد د اپيلونو پرېكړه چې كله رامخې ته كېدونكې ده نو په دې وخت كښې د اسلام آباد هائيکورټد جج بدنامولو هڅه په عدليه لوي بريد دے كوم چې د شريفې كورنۍ لخوا شوے، د ن ليګ ناصر بټ او نورو چې د جج ارشد ملك چې كومه وېډيو جوړه كړې وه ھغه تر ننه د ثبوت په توګه ولې عدالت ته نه ده وړاندې كړې شوې۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم هاٶس نه بهر ميډيا سره په خبرو كښې فرخ حبيب ووئيل غلط بياني او ټګي كول د ن ليګ طريقه ده، ن ليګ به په ماضي كښې په عدالتونو د اثر انداز كېدو هڅې كولې۔ ده ووئيل د دوي پخوانۍ طريقې به اوس نه دوام ونه لري٬ د ارشد ملك وېډيو تر ننه په عدالتونو كښې نه ده جمع كړې شوې۔ ده ووئيل د پاکستان عدليه خپلواكهده، وزيراعظم عمران خان د قانون سرلوړۍ لپاره ډېرې هڅې كړي، مونږ اتحاديانو سره مخ په وړاندې روان يوٶ او اتحاديان هم حكومت سره كلك ولاړ دي۔ وزير مملكت فرخ حبيب ووئيل الېکټرانك ووټنګ مشين اوانتخابي اصلاحات له اتحاديان مونږ سره ولاړ دي،الېکټرانك ووټنګ مشين عمرلپاره د انتخابي ټګۍ لاره نيونكے دے
د وفاقي کابينې (نن) كېدونكې غونډه وځنډولې شوه، دا څنګه ښكلے اتفاق دے٬ چې كوم نوټري د نوازشريف د ميډيکل رپورټ تصديق كړے هم هغه د رانا شميم د بيان هم تصديق كوي۔ فرخ حبيب
مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری