اسلام آباد 04 فروري (اے پي پي) د سېنېټ چیئرمېن محمد صادق سنجراني وئيلي دي د كشمير مسئلې حل لپ??ره پاكستانيان٬ حكومت او سياسي مشران يو موټې دي٬ دې كښې بله رائے نشته چې د كشمير كشاله د ملګرو م??تو??و د قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو له مخې حل كړې شي۔ كشمير سره د يوالي ورځ په موقع خپل پېغام كښې سنجراني ووئيل اولس او د پاكستان ادارې د كشميريانو د آزادۍ د هڅو نه يوازې بشپړ ملاتر كوي بلكې د آزادۍ لپ??ره شوو قربانيو ته ??ېرزوئنې هم وړاندې كوي۔ ده ووئيل د فرورۍ 5مه نېټه په مقبوضه كشمير كښې د مسلمانانو د آزادۍ هلو ځلو او په دې لړ كښې د وركړې شوو قربانو لپ??ره د يوالي د څرګندونې ورځ ده كومi چې په بشپړه ډول د هېواد دننه او په نړيواله كچه مېشته ??اكستانيان او كشميريان رامخې ته ??وي او د هندي ظلمونو او جبر نه نړۍ خبروي چې څنګه هندي ځواكونه په مقبوضه سيمه كښې د بشري حقونو سنګينې خلاف ورزۍ كوي۔ ده ووئيل اوس وخت راغلې چې د بشري حقونو علمبردار هېوادونه ٬ ادارې او تنظيمونه د كشمير مسئله د ملګرو م??تو??و د قراردادونو له مخې هوارولو لپ??ره ګامونه پورته ??ړي٬ د ملګرو م??تو??و د بشري حقونو كميټي او د او آئي س?? او نورې ادارې دې هم خپل كردار لوبوي۔ ده ووئيل كشمير د پاكستان شه رګ دے ٬ د پاكستان په تاريخ كښې ټولو حكومتونو د دې مسئلې حل پاره ګامونه پورته ??ړې او نن مونږ دا لوظ كوٶ چې د كشالې هواري لپ??ره به د هېواد او په نړيواله كچه نور ګامونه پورته ??ولې شي دغسې چې په مقبوضه سيمه كښې د ظلم او جبر لاره ونيولې شي او كشميريانو ته د دوي د آزادۍ بنيادي حق تر لاسه شي
د كشمير مسئلې حل لپاره پاكستانيان٬ حكومت او سياسي مشران يو موټې دي
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے بہترین ٹکٹ