بیجنګ۔22اکتوبر(اے پی پی) په چين كښې په پاكستاني سفارتخانه كښې د عيد ميلاد النبي ﷺ په لړ كښې د ميلاد دستوره وشوه۔ دستوره كښې نيويارك كښې مېشته نوموړي پاكستاني مذهبي سكالر غلام رسول په ورچوئل خبرو كښې په سيرت النبي ٬ عارضي دنيا ٬ د حضرت محمدؐ د سيرت په يو شمېر اړخونو رڼا واچوله۔ په دې موقعه چېن كښې د پاكستان سفير دستورې ته خپل خطاب كښې ووئيل د حضرت محمدؐ تعليمات ټول انسانيت لپاره د هدايت سرچينه دي٬ دا زمونږ مذهبي فريضه ده چې مونږ د حضرت محمدؐ په تعليماتو عمل وكړؤ كوم چې مونږ ته د زغم ٬ د بشري حقونو د تحفظ او انسانيت سره د مينې درس راكوي۔ د ميلاد النبی ﷺ په لړ كښې په بيجنګ كښې د پاكستان وېمن اېسوسي اېشن لخوا هم يوه دستوره وشوه كومه كښ چې نعت رسول مقبولؐ ووئيلې شو او د حضرت محمدؐ د ژوند په بېلو اړخونو رڼا واچولې شوه۔ په دستوره كښې د پاكستاني سفارت اعلی چارواكو ٬ عملې ٬ د هغوي كورنيو او د پاكستاني كميونټۍ غړو ګډون وكړو۔
چين ٬ په پاكستاني سفارتخانه كښې د ميلاد النبي ﷺ دستوره ٬ د حضرت محمدؐ تعليمات ټول انسانيت لپاره د هدايت سرچينه دي٬ پاكستانې سفير
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز لاٹری