اسلام آباد۔2اپریل (اے پی پی) د خارجه دفتر وياند وئيلي دي پاكستان كله هم هند سره له خبرو وروسته شوے نه دے۔ مذاكراتو لپاره به په زړه پورې چاپېرچل جوړول وي۔ د جمعې په ورځ د اوونيز بريفنګ په مهال وياند ووئيل دا هغه هندوستان دے كوم چې د كال 2019 اګست مياشتې په 5 مه نېټه د غېر قانوني او يو اړخيزه كارروائۍ د لارې ماحول خراب كړے۔ وياند ووئيل د جمو وكشمير شخړې او هند سره د مذاكراتو حوالې سره د پاكستان په دريځ كښې كوم بدلون رامخے ته شوے نه دے۔ وياند ووئيل د كشمير مسئلې حل سره د منطقې امن او استحكام تړلے دے۔ وياند د تېرو دوه اونيو په مهال د هندي قابض پوځ په لاس د نورو 6 كشميري ځوانانو وژلو غندنه وكړه او د ټولو بې ګناه كشميري وګړو د وژنې پېښو ئې په نړيواله كچه د سپېځلو عدالتي پلټنيو غوښتنې له د خپل عزم پخلے وكړو۔ وياند د منطقې تل پاتي امن او استحكام له د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل قراردادونو له مخې د جموں وكشمير سولييز حل په حاجت زور راوړو۔ وياند ووئيل د روسيه خارجه وزير به د نهې په ورځ د اپرېل په 6 مه نېټه د پاكستان په دوره راشي۔ د پاكستان او روسيه ترمينځه د كېدونكو مذاكراتو ايجنډا كښې به اقتصادي مرسته تر ټولو وړومبۍ وي۔
پاكستان كله هم هند سره له خبرو وروسته شوے نه دے۔ مذاكراتو لپاره به په زړه پورې چاپېرچل جوړول وي۔ د خارجه دفتر وياند اوونيز بريفنګ
مضمون کا ماخذ : کراچی لاٹری