اسلام آباد 23 مئی (اے پی پی) د پاكستان او صوماليه ترمينځه د 10.500 م??ين?? روپو ګرانټ او صوماليه لپاره د قامي شناختي كارډ نظام جوړولو لپاره د تكنيك?? مرستې لوظ نامه لاس ليك شوه ۔ وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د شورو په ورځ د لاس ليك په دستوره كښې موجود ؤ۔په دې موقع د خزانې وزير مفتاح اسماعيل٬د وزيراعظم خاص مرستيال ډاكټر مصدق ملك د خزانې او داخله ډويژن سېكترانو٬د نادرا چيئرمېن او سينئر چ??رو??كو په لوظ نامې د لاس ليك دستوره كښې هم موجود وو۔د صوماليه د اړخه د داخله چارو دوهم وزير عبدالله فرح وهلئي د پراجېكټ مشر ډاكټر نور درائي هرسي او سفير خديجه محمد المخزومي او د هغوي ????رو??كي هم د لاس ليك دستوره كښې موجود وو۔د دې اقدام ترمخه به نادرا به د صوماليه لپاره ټېكنالوجي٬سافټ ويئر او نور سامان وركوي۔د علم او ټېكنالوجي منتقل كولو سره به صوماليه ته بارډر منيجمنټ او انتخابي منيجمنټ له هم مرسته ترلاسه شي۔په دې موقع په خپلو خبرو كښې د صوماليه د داخله چارو دوهم وزير عبدالله فرح وهلئي د صوماليه نېشنل آئي ډي سسټم جوړولو كښې پھ مرسته كولو د پاكستان مننه وكړه۔ده د پاكستان او صوماليه د ملګرتيا اړيكې رامخې ته كولو سره ووئيل په موغاديشو كښې د پاكستان سفارت پرانستلو سره به د دواړو ه??وا??ونو اړيكو ته لا وده ترلاسه شي۔د خزانې وزير مفتاح اسماعيل د خېرسګالۍ جذبې څرګندونې سره ووئيل پاكستان او صوماليه خپلو كښې د ملګرتيا اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري۔پاكستان او صوماليه خپلو كښې نزدې اړيكې لري۔د نادرا په لوظ نامه لاس ليك اهميت لري او دې سره به د دواړو ه??وا??ونو اړيكې لا قوي شي
د پاكستان او صوماليه ترمينځه د 10.500 ملينه روپو ګرانټ او د صوماليه قامي شناختي كارډ نظام جوړولو لپاره تكنيكي مرستې په اړه لوظ نامه وشوه
مضمون کا ماخذ : لکی لیڈیز چارم