اسلام آباد 28 اګست (اے پي پي) آذربائيجان به د فلډ رېليف له مخې پاكستان سره دوه ملين ډالر مرسته كوي۔ د اقتصادي مرستې تنظيم(اي سي او)كښې د آذربائيجان مستقل استازي او ايران لپاره د آذربائيجان سفير علي علي زاده وئېلي دي چې د آذربائيجان د صدر الهام عليوف د هدايت له مخې پاكستان سره به دوه ملين ډالر مرسته كولې شي دغسې چې د سېلاب ځپليو كسانو په مرسته او بحالي كښې معاونت وركړی شي۔د اتوار په ورځ په خپل يو ټوېټ كښې علي علي زاده ووئيل چې د آذربائيجان د صدر د هداياتو په رڼا كښې به پاكستان سره د فلډ رېليف له مخې دوه ملين ډالر مرسته كولې شي۔ د يادونې وړ ده چې علي علي زاده په پاكستان كښې هم د آذربائيجان سفير په توګه وظيفه ترسره كړې
مضمون کا ماخذ : پھل اور سات