اسلام آباد 29 ستمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وزير شيخ رشيد احمد وئيلي دي په افغان پوله تګ راتګ آسانولو لپاره سهولت مركزونه به تر 30 اكتوبر كار كوي، افغانستان ته د تلونكو شميره د راتلونكو څخه زياته ده، نړۍ دې د بدل شوي افغانستان حقيقت اومني او د افغانانو ملګرتيا دي وكړي،په مونږ د طالبانو د عسكري مرستي په اړه تورونه بې بنسټه دي، پاكستان لپاره زيات آزمېښتونه شته خو مونږ افغانستان كښې انساني الميه راپيدا كول نه غواړو ، كه سلمان شهباز ته كلين چټ تر??اسه شوے وي نو مشر تر?? دې ځان سره پاكستان ته راولي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د ويمن چيمبر آف كامرس دستوري ته وينا او ميډيا سره په خپلو خبرو كښې ??كړه۔د كورنيو چارو وزير وو??يل ما د پينډۍ په هره يوه سيمه كښې د تعليمي ادارو جال خپور كړے او د ميرمنو دوه پوهنتونونه مې جوړ كړي او په دوو مياشتو كښې دننه به دريم پوهنتون هم جوړ شي۔ده وو??يل پيندۍ كښې د تعليم ودي لپاره زما د هڅو په سوب د ركشه ډرائيور لور سي اېس اېس ټاپ كړے۔ ده په ميرمنو زور راوړو چې راوړاندې شي او د ژوند په ټولو څانګو كښې خپل كردار ترسره كړي۔ د كورنيو چارو وزير وو??يل د ميرمنو لپاره زياتي موقعې شته،هغوي لپاره به ډير زر جلا بازار جوړ كړے شي او ويمن چيمبر له به په مناسب ځائې پلاټ وركړے شي۔دې نه پس ميډيا سره په خپلو خبرو كښې ده وو??يل كه سلمان شهباز ته كلين چټ تر??اسه شوے د خپل مشر تر?? سره دې پاكستان ته راشي۔ د اليكټرانك ووټنګ مشين په اړه ده وو??يل دې سره به رارتلونكو ټاكنو كښې د تګۍ مسئله ختمه شي۔ده وو??يل اليكشن ته 20، 21 مياشتي پاتي دي، وزيراعظم د قامي اسمبلۍ غړو ته سپارښتنه كړې چې حپلو سيمو ته لاړ شي ، اولس له ريليف وركولو لپاره ضروري څيزونه او بنيادي داروګان په آرزانه بيعه وركړي ۔ده وو??يل وزيراعظم سمندر پوري پاكستانيانو له د هغوي حق وركولو لپاره چمتو دے۔د يوې پوښتني په ځواب ده وو??يل پاكستان لپاره اوس هم آزمېښتونه شته ،مونږ په افغانستان كښې انساني الميه راپيدا كول نه غواړو او د افغانانو مرسته به روانه ساتو۔ د طالبانو د عسكري مرستي كولو په اړه تور بې بنسټه ګرځولو سره ده وو??يل هند دا ډول تورونه لګوي ځكه چې هغه په افغانستان كښې ??اكام او نامراد شوے، مونږ د افغانستان په معامله نړۍ سره ولاړ يو او دا باور وركوو چې نړۍ دې د بدل شوي افغانستان حقيقت اومني او افغانانو سره دې اودريږي۔ د يوې بلي پوښتني په ځواب ده وو??يل د اپوزيشن لارښودو په نصيب كښې ښه ورځ نشته ، ”ن” څخه نه يواځي ”ش” بلكه ”م” هم اوځي، پاكستان نړيوال سياست ته داخليدونكے دے، څوك هم زمونږ څخه زمونږ كردار نه شي اخستلے۔دې څخه وړاندې ده د ويمن چيمبر آف كامرس نوو عهديدارو څخه سوګند واخست۔
په افغان پوله تګ راتګ اسانولو لپاره به سهولت مركزونه تر 30 اكتوبر كار كوي، د كورنيو چارو وزير شيخ رشيد احمد د ويمن چيمبر آف كامرس دستوري ته وينا او ميډيا سره خبرې
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کا بونس