اسلام آباد 19 جنوري (اے پي پي)د پاك بحريه مشر اېډمرل ظفرمحمو?? عباسي وئېلي دي كورنۍ ستونزې په زېركتيا لرې كولو او د مثبت سوچ سره دمخ په وړاندې تللو ته رتيا ده ٬زمونږ قام مېړنے دے ٬ زمونږ وسله وال ځواكونه د هر ډول كورنيو او بهرنيو خطرو او چېلنجونو مخ نيوي لپاره په زړه پورې ډول چمتو دي ۔ده دا خبرې د جمعې پھ ورځ پاكستان نيوي ډاكيارډ كښې د لاجسټكس كمانډ ايوارډ وېشلو كلنې دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔د ايوارډ وېشلو دستوره هر كال كېږي او د دې مقصد د لاجسټك كمانډ له مخې د كار كوونكو يونټو د مجموعي كاركردګۍ جاج اخستل او د بېلا بېلو پروژو په كاميابۍ سره ترسره كولو له د هغوي هڅې ستائل دي۔دستورې ته د وېنا كولو په مهال چيف آف دي نيول سټاف د پاك بحريه د لاجسټكس كمانډ پھ وظيفائي چارو په ښه ډول ترسره كولو ستائنه و??ړه۔ده و??ئيل د لاجسټكس كمانډ د ډېرې خوارۍ اندازه د كال 2017م په مهال د پاك بحريه د بېړيو او د آبدوزونو د هر وخت شتون او په ګڼ شمېر ملكي او غې?? ملكي مشقونو كښې پھ وخت د ګډون څخه لګېدې شي۔اېډمرل ظفرمحمو?? عباسي ووئيل كله چې مونږ په كومه مرسته انحصار كوو نو د خود انحصارۍ جذبه راڅخه مړاوې كېږي٬مونږ د دفاعي خودانحصارۍ ترلاسه كولو لپاره هڅې كوو او په دې لړ كښې شوې اقدامات زمونږ د قامي وقار او سروس لپاره زمونږ د خوارۍ څرګند ثبوتونه دي۔اېډمرل ظفر محمو?? عباسي ووئيل د بهرني فشار سره مونږ له د كورنيو ستونزو په زېركتيا لرې كولو سره د حل كولو او مثبت سوچ سره د وړاندې تګ ضرورت دے۔ده و??ئيل زمونږ قوم مېړنے دے٬ زمونږ وسله وال ځواكونه د هر ډول كورنيو او بهرنيو خطرو او چېلنجونو مخ نيوي لپاره په زړه پورې ډول چمتو يو ۔ده و??ئيل يو جديد او مستحكمه بحريه نه يوازې د خوږ وطن تحفظ لپاره ضروري ده بلكې دا د سيمه ايز امن او استحكام هم زمه واره ده ٬ ده و??ئېل پاكستان نيوي يو جديد او قوي بحري قوت جوړولو لپاره په نيول فلېټ كښې د ن??و جهازونو شاملول او هغه كارآمد ساتل او لا موثره كولو لپاره تكنيكي صلاحيت ترلاسه كول هم دومره اهميت لري څومره چې يو قابل او وظيفائي صلاحيتونه لرونكې افرادي قوت ضروري وي۔په دې لړ كښې پاك بحريه خپل حربي صلاحيت لا ښه كولو لپاره د ن??ې ټېكنالوجۍ لرونكي بحري جهازونه او چورلكې ترلاسه كړې دي۔چيف آف دي نيول سټاف ووئيل د پاكستان بحريه فلېټ د ن??ي وخت تقاضو سره سمولو له پاك بحريه خپل افرادي قوت ته هم ښھ وظيفائي تربيه او د ن??ې ټېكنالوجۍ وركولو څخه ښه خبر ده۔ده و??ئيل تربيه لرونكې او پوهه افرادي قوت زمونږ اثاثه ده او مونږ په دې وياړ لرو۔اېډمرل ظفر محمو?? عباسي ووئيل د اسلام په زرينو اصولو عمل كولو او مونږ پاك بحريه لوړې كچې ته رسولې شو۔د دې څخه وړاندې كمانډر لاجسټكس ريئر اېډمرل ساجد وزير خان د كال 2017م په مهال د لاجسټكس كمانډ د كاركردګۍ لانډه جائزه وړاندې كړه۔د دې نه پس خاص مېلمه د تېر كال په مهال ښه كاركردګۍ كوونكو يونټو له انعامونه وركړل۔
زمونږ قام مېړنے دے٬ زمونږ وسله وال ځواكونه د هر ډول كورنيو او بهرنيو خطرو او چېلنجونو مخ نيوي لپاره په زړه پورې چمتو دي
مضمون کا ماخذ : سلاٹ فادر