اسلام آباد۔17اپرېل (اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيکر راجه پرويز اشرف وئيلي دي چې پا??ليمنټ د اجتماعي پ??هې٬ دانش او حكمت نمائندګي کوي، په ټولو چېلنجونو قابو يوازې د آئين ??و پا??ليمنټ سره لوړۍ سره موندلې كېدې شي٬ دا آئين ??ې چې د آئين ??رلوړي باوري كوي۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د ګل په ورځ د آئين ګولډن جوبلي دستورو په لړ كښې د راجوړې كړې شوې قومي تقريري مقابلې حتمي راؤنډ ته ??پل خطاب كښې وكړه۔ ده په مقابله كښې د زده کوونکو د کارکردګۍ ستاينه وکړه او هيله يې څرګنده کړه چې داسې ماشومان به د پاکستان مستقبل روښانه کړي۔ ده د ټولو څانګو په نصاب كښې د آئين ??املولو په حاجت زور راوړو۔ ده ووئيل 1973 آئين ?? اجتماعي حکمت نمائندګي كوي۔ ده ووئيل زمونږ آئين وفاقي، پا??ليماني او اسلامي دے۔ ده ووئيل دا د شهيد ذوالفقار علي بهټو بې مثاله سياسي حکمت ؤ چې دغه ملت يې دا يو داسې مقدس سند ترلاسه كولو جوګه كړو۔ ده ووئيل دا آئين ?? رياست او وګړو ترمينځه يوه مقدسه لوظنامه ده په كوم چې بايد عملدرآمد وكړے شي۔ وروستو سپيكر مقابله ګټونكو زده كوؤنكو ته ??نعامونه وركړل۔ د يادونې وړ ده چې په دې مقابله كښې ګرد هېواد څخه يو شمېر زده كوؤنكو برخه واخسته۔
پارليمنټ د اجتماعي حكمت نمائندګي كوي٬ د ټولو چيلنجونو حل د آئين سرلوړۍ سره تړلے دے٬ د قومي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف
مضمون کا ماخذ : میگا فارچیون