اسلام آباد 11 مئي (اے پي پي) وزیرعظم محمد نواز شریف وئيلي دي د راتلونكي مالي كال بجټ كښې به لوړې او په زړه پورې مجموعي شرح نمو ترلاسه كولو ته پام لرنه كولې شي٬ د كابينې غړې دي ھغه څانګو ته پام لرنه وكړې كومو څخه چې اقتصادي نمو ښه كېږي او ورسره د زورګار زياتي موقعې پېدا كېدې شي۔ ده دا خبرې د زيارت په ورځ د بجټ ستراتېژي پېپر 20-2017 پحقله د كابينې غونډې مشرۍ كولو په مهال كړې ۔ ده ووئيل حكومت د بشري وسائلو او فزيكل ډهانچه كښې د نورې سرمايه كارۍ عزم لري٬ په دې لړ كښې به پرمختيائي بجټ زياتول او د غربت كمي ته تر ټولو زيات پام كول وي۔ ده ووئيل اوس وخت راغلې چې قام د حكومت د اقتصادي پا??يس?? خواږو څخه استفاده وكړي ۔ وزیراعظم د كابينې په غړو زور راوړو چې ھغوي داسې اقدامات او تجويزونه وړاندې كړې چې ورسره د هنډے د لارې د روپو رالېږلو او د نورو غېر رسمي زريعو مخ نيوې وشي او په قانوني توګه بهر هېوادونو څخه ترسيلات زر رالېږل زيات شي۔ وزیراعظم په سټاك ایکسچېنج كښې د ماركيټ کېپټل لائزېشن وستائيلو كوم چې به ډېر زر سل اربه ته ورسي۔ د خز??نې وزير اسحاق ډار غونډې ته خپله وېنا كښې ووېيل حكومت د غېر ملكي زرمبادله پانګو زياتولو او مالياتي زيان كښې كمي لپاره د مېنځنۍ مودې مېكرو ستراتېژي وضع كړې ۔ ده ووئيل مالياتي ذمه واري او د قرض حد اېكټ له مخې وفاقي حكومت به مالياتي زيان تر جون 2020 د جي ټي پي تر 4 فيصده راولې۔ ده ووئيل د راتلونكي مالي كال بجټ كښې به د مالياتي دور اندېښنې څرګندولې شي او سي پېك٬ توان ٬ مواصلاتو او د غربت خاتمې څانګو كښې به سرمايه كارۍ ته ترجيح وركولې شي ۔ ۔ په دې موقع د خز??نې سېكتر د هېواد د موجوده اقتصادي وضعې ٬ د بجټ 18-2017 خاكه او مېنځنۍ مودې مېكرو اكنامك فرېم ورك پحقله تفيصلي پرېزنټېشن وركړو۔ هغه ووئيل د ستونزو باوجود د پاكستان معيشت په سم لور رو??ن دے او د موجوده مالي كال په وړومبنو 9 مياشتو كښې د افراط زر شرح 4.09 فيصده ته محدود وه
د راروان مالي كال بجټ كښې به لوړې او په زړه پورې شرح نمو ترلاسه كولو ته پام لرنه كولې شي
مضمون کا ماخذ : como apostar na mega sena