اسلام آباد 12 اکتوبر (اے پي پي) د نشه اي توكو مخنيوي لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال عطاء تارړ وئيلي دي د عمران خان د بهرني سازش ناسمه بيانيه اولس ته ورمخې ته شوې ٬ په خېبر پښتونخوا كښې د ناوړه وضعې ذمه وار صوبائي حكومت دے٬ په صوبه كښې نااهلي٬ نالائقي او كرپشن دے٬ دا خبره په ډاګه شوې چې عمران خان د سياست لپاره رياست په داٶ لګولے ۔ خبري كنفرنس ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل د وزيراعظم په حېث عمران نيازي نه يواځې د خلقو د آډيو رېكارډ كولو شوق لرلو بلكې د دې كار پوهه هم ٶ٬ كله چې به سهار وزيراعظم عمران خان دفتر ته راتللو نو سېكرټري اعظم خان به ورته د ټولو رېكارډډ آډيوز ټرانسكرپټ وراندې كولو ۔ ده ووئيل د نن نه يو څو مياشتې وړاندې د فون رېكارډنګ او د اډيو ليكس دفاع كښې عمران خان وئيلي وٶ د وزيراعظم د ټولو خبرو رېكارډ بايد اېجنسو سره وي٬ عمران نيازي دا هر څه امنيت لپاره ضروري ګرځولي وو٬ ده ووئېل نن چې د هغه ناوړه او سازشي څېره اولس ته بې نقابه شوې نو د آډيو ليكس په ضد سپريم كورټ سره مراجعه كوې
د عمران خان د بهرني سازش ناسمه بيانيه اولس ته ورمخې ته شوې ٬ په خېبر پښتونخوا كښې د ناوړه وضعې ذمه وار صوبائي حكومت دے۔ د وزيراعظم خاص مرستيال عطاء تارړ خبري كنفرنس
مضمون کا ماخذ : جادوئی اسپن