اسلام آباد 27 جولائي (اے پي پي)د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل سره د جاپان سفير واډا ميتسوهيرو د شورو په ورځ په فنانس ډويژن كښې ليدلې دي۔د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل په دې مهال ووئيل د پاكستان او جاپان ترمينځه د ملګرتيا ښې اړيكې موجود دي كومې چې د هرې تېرېدونكې ورځې سره لا قوي كېږي۔ده ووئيل جاپان د پاكستان په لويې پرمختيائي شراكتدارو كښې يو دے او هغوي په دې خبره پوخ باور لري چې د دواړو هېوادونو شريكو ګټو لپاره به ګڼ شمېر څانګو كښې مرسته لا قوي شي۔د خزانې وزير او سفير د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه كړې ۔سفير د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل سفير ته د دواړو هېوادونو ترمينځه تجارتي او اقتصادي اړيكو ښه والي كښې د بشپړه مرستې باور وركړو او سفير په معاونت د خزانې وزير مننه وكړه
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کا نتیجہ