اسلام آباد 11 مئي (اے پي پي)د دفاع وزير خواجه محمد آصف وئېلي دي د راتلونكو ټول ټاكنو څخه وړاندې په انتخابي اصلاحات ټول اتحادي سياسي ګوندونه اتفاق لري ٬په دې اړه كوم اختلافات نشته۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ يو نجي ټي وي چينل سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔ده ووئيل په يوه مركه كښې زما خبرې غلطې وړاندې كړی شوي٬زما څخه د سرلښكر په نومبر كښې د تعيناتۍ په حقله پوښتنه شوې او په هغې ما ځواب وركړے ؤ چې هغه وخت كوم هم حكومت وي هغه به تعيناتي كوي٬ممكن ده چې تر نومبر ټول ټاكنې وكړې شي٬ ده ووئېل كه تر نومبر ټاكنې وشوې نو چې كوم هم حكومت جوړ شي هغه به د سرلښكر تعيناتي كوي او كه زمونږ حكومت ؤ نو مونږ به تعيناتي كوو۔ ده ووئېل ما د پوښتنې په ځواب كښې د ټاكنو ذكر كړے ؤ ۔ده ووئيل د پخواني صدر آصف زرداري بيان سره اتفاق لرم چې د راتلونكو ټاكنو څخه وړاندې په انتخابي اصلاحات ټول اتحادي سياسي ګوندونه اتفاق لري ۔
د راتلونكو ټول ټاكنو څخه وړاندې په انتخابي اصلاحات ټول اتحادي سياسي ګوندونه اتفاق لري ۔د دفاع وزير خواجه محمد آصف
مضمون کا ماخذ : quina prêmio acumulado