اسلام آباد 18جون (اے پي پي) وزير اعظم عمران خان به (نن)د جمعي په ورځ د داسو ډېم دوره كوي۔ وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخي وزير اعظم به د داسو ډېم روان تعميراتي كار جاج اخلي۔ داسو ډېم فيز ون 2025 كښې كښې بشپړيدو سره نېشنل ګرډ كښې 2160 ميګاواټه برېښنا وركول پيل كړي دغسې 2029 كښې فيز ټو بشپړيدو نه پس به د ډېم اسشميره 4320 ميګا واټه ته ورسي۔ وزير اعظم عمران خان پاور سيكټر اصلاحات او د هېواد د اوبو وسائل ښه استعمال ويژن له مخي موجوده حكومت كښې داسو ډېم كار تندۍ سره روان دې۔ډېم جوړولو لپاره د زمكي اخستلو كار بشپړ شوي او كورونا وائرس وبا باوجود په اېس او پيز عملدرآمد كولو سره په بند كار روان دې۔په دې موقع به وزيراعظم په ډېم كار كونكو غير ملكي انجينئرز او خواري كښو سره خبري اتري هم كوي۔
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے سستے ٹکٹ