اسلام آباد۔19جولائی (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي پاكستان كښې په اولني ځل د اي سپورټس كېدل خوشبينه دي۔ پاكستاني كوچنيان هم په اي سپورټس كښې په برخه اخستو كروړ پتيان جوړېدے شي۔ په فري فائر ای سپورټس ټورنامنټ كښی 567 لوبډلې برخه اخلي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د ګل په ورځ پاكستان كښې په اولني ځل د اي سپورټس ايونټ كولو لپاره ”ګیرینا” سره د مفاهمت په يادښت د لاس ليك دستورې په موقعه وكړه۔ هغه ووئيل نن پاكستان په اولني ځل اي سپورټس كښې ګډون كوي۔ پاكستان كښې په اولني ځل په قامي كچه د اي سپورټ ايونټ كولو خوشحاله شوے يم۔ هغه ووئيل د اطلاعات وزارت په دې لړ كښې ګير ينا سره د مفاهمت يادښت لاس ليك كړے۔ وفاقي وزير ووئيل په دې ګېم كښې د يو كروړ روپو انعاومونو اېښودلې شوي۔ بريا ترلاسه كوؤنكې لوبډله به په نړيواله كچه كېدونكې مقابله كښې برخه اخستلې شي كومې لپاره چې د دوو ملينه ډالرو انعامونه اېښودلې شوي ۔ هغه ووئيل لوبو كښې زياته خوښي لرونكو ماشومانو سره موقعه ده چې هغوي د 12 كالو په عمر كښې كروړ پتيان جوړېدے شي۔ هغه ووئيل د وېډيو ګېمز مجموعي ماركيټ 200 بلین ډالر نه زيات شوے۔ د ای سپورټس پلو مونږ لوي ګام پورته كړے او زمونږ كوچنيان هم په اي سپورټس كښې برخه اغستے شي۔ هغه ووئيل پاكستانو زلمو ته د اي سپورټسص په شكل كښې يوه لويه موقعه ترلاسه كېدونكې ده
په اولني ځل په قامي كچه اي سپورټس كول خوشبينه دي۔ پاكستاني ماشومان هم اي سپورټس كښې به برخه اغستو كروړ پتيان جوړېدے شي۔ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن
مضمون کا ماخذ : آن لائن اسکریچ کارڈز