پېنډۍ 23جون (اے پي پي) د پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوہ د آذربائيجان د داخله چارو وزير کرنل جنرال ايازوف ولايت سليمان اوغلو ٬ چيف آف سټېټ بارډر سروس کرنل جنرل اېلچين ګليئوف او د سټېټ سېكورټي سروس کرنل جنرل علي ناګي اوغلو ناګيوف سره په باكو كښې ملاقات كړے ۔ د آئي اېس پي آر له مخې د ملاقات په مهال د شريكې خوښې چارو پشمول د دفاع او سلامتيا، سيمه ايز امن او استحكام او د دواړو وروڼو هېوادونو تر مېنځه د توان٬ تجارت او رابطه كارۍ په منصوبو كښې په دوه اړخيزه مرسته د خيالاتو څرګندونه شوې۔ د پوځ سرلښكر په دې موقع ووئيل په منطقه كښې د رامخې ته كېدونكې جيو ستراتېژك صورتحال له مخې زمونږ نزدې مرسته او د شريكو چېلنجونو په ضد اجتماعي ردعمل ته اړتيا ده٬ سرلښكر په هره كچه او فورمونو د شريكو ګټورو رابطو زياتولو د عزم هم پخلے وكړو۔ په دې موقع د آذربائيجان حکومتي عهديدارو د پاك پوځ د وظيفائي پوهې د اعلٰې معيار او په منطقه كښې د شخړو مخنيوي په خاص توګه په افغانستان كښې امن لپاره د هلو ځلو اعتراف هم وكړو
د پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوہ د آذربائيجان د داخله چارو وزير٬ چيف آف سټېټ بارډر سروس او د سټېټ سېكورټي سروس مشرانو سره ملاقات
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے بہترین ٹکٹ