اسلام آباد 31 اکتوبر (اے پي پي) کابينه اقتصادي رابطه کمېټۍ (اي سي سي) د روسيه د حکومتي ادارې ميسرز پرودين تورګ څخه په بين الحکومتي كچه د 372 ډالرو في مېټرك ټن په بيعه د درې لكه مېټرك ټن غنمو د درآمد او د آئل ماركيټنګ كمپنو د پټروليم مصنوعاتو د 6 روپۍ في ليټر مارجن مشروط منظوري وركړې ده۔ د اي سي سي غونډه د ګل په ورځ د خزانې وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې شوې چې پكښې وفاقي وزيرانو احسن اقبال، سيد نويد قمر، د قامي اسمبلۍ غړي شاهد خاقان عباسي، خاص مرستيال طارق باجوه، طارق پاشا، وفاقي سېكترانو ، د اېف بي آر چئيرمېن او سينئير چارواكو ګډون كړې د 372 ډالرو په في مېټرك ټن بيعه د درې لكه غنمو مېټرك ټن درآمد كولو منظوري وركړې او دا غنم به د 15م نومبر كال 2022 نه تر 15 جنوري 2023 درآمد كولې شي۔ په غونډه كښې د توان وزارت لخوا د آئل ماركيټنګ کمپنو د پيټروليم مصنوعات د مارجن پحقله سمري وړاندې كړې شوه٬ اي سي سي په اصولي توګه د 6 روپو في ليټر مارجن منظوري وركړې خو د دې اطلاق به د پټروليم مصنوعاتو په بيعه كښې د مالي ګنجائش په صورت كښې وي۔ په غونډه كښې د توان وزارت لخوا د سي پېك ټي سي بي (تھرکول) پراجيکټ کميشننګ لپاره د پاورپرچيز په اېګريمنټ كښې د بدلون پحقله سمري وړاندې كړه او اي سي سي د سمرۍ منظوري وركولو سره امر وكړو چې دې پرېكړې سره په ټېرف هېڅ اثر پكار نه دې۔ په غونډه كښې ووئيل شول چې د غېر معمولي صورتحال له امله دا پرېكړه شوې ده۔ په غونډه كښې د توان وزارت لخوا د پاکستان انرجي ريوالونګ فنډ په اړه سمري وړاندې كړې شوه، اي سي سي د پاکستان انرجي ريوالونګ فنډ ټائټل څخه په سټېټ بېنك اسلام آباد كښې د كهاتے پرانستلو اجازه وركړه كوم چې به سېنټرل پاور پرچين اېجنسي چلوي
اي سي سي د روسيه نه د 372 ډالرو في مېټرك ټن په بيعه د درې لكه مېټرك ټن غنمو د درآمد او د آئل ماركيټنګ كمپنو د پټروليم مصنوعاتو د 6 روپۍ في ليټر مارجن مشروط منظوري وركړې
مضمون کا ماخذ : لکی لیپریچون