پېښور 19 مئي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي پاكستان د يو لوي خوب نوم دے خو د بده مرغه د پاكستان جوړېدو نه تر اوسه چا قام په دې خوب د پوهه كولو هڅه نه ده كړې۔ وزيراعظم دا خبرې د پېښور په ريګي للمه كښې د صنعتي وركرز استوګنې منصوبې د پرانستې نه پس حاضرينو ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ وزيراعظم ووئيل د كرونا اوسنۍ چپه فلېټ شوې او كه احتياط روان وساتلے شو نو د سېلګرۍ پشمول ټولې څانګې به پرانستلې شي ۔ ده ووئيل د رښتنې فلاحي رياست پحقله د مدينې د رياست مثال زمونږ په وړاندې دے چې څنګه حضرت محمد عربيۖ د مدينې رياست ګردې نړۍ لپاره مثال جوړ كړو۔ ده ووئيل هم دغه ھغه معاشره وه چې اقبال ئې خوب ليدلے ٶچې په هېواد كښې قانون ټولو لپاره يو برابر وي٬ په انصاف آډانه ټولنه جوړوي او د قانون په وړاندې په شتمند او بې وسه كښې فرق نه وي۔ وزيراعظم ووئيل زه هېواد په دوه بنيادي اصولو مخ په وړاندې بوتلل غواړم، يو د قانون سرلوړي او بله دا چې چا ته هم اېن آر او نه وركول او دې سره سره د ټولنې بې وسه او كمزورې طبقه راپورته كول زمونږ وړومبے هدف دے۔ ده ووئيل پېښور كښې صنعتي وركرز لپاره د فلېټس منصوبه د كال 2011 نه دې لپاره ايسار وه چې دا بې وسو لپاره جوړېده٬ د تحريك انصاف صوبائي حكومت چې د بې وسو خېرښګړې ته اوليت وركوي ځكه ئې دا منصوبه سر ته ورسوله۔ ده ووئيل زما پام بې وسه او كمزورې طبقې راپورته كولو ته دے او زه په دې لړ كښې كار په بيړه مخ په وړاندې بوتلل غواړم۔ وزير اعظم ووئيل مونږ د راتلونكي الېكشن نه بلكې د قام د سباٶن سوچ لرو ٬ د بې وسه طبقې د راپورته كولو مو ذمه واري اخستې ، پنځه كاله پس دا ليدل غواړم چې بې وسه طبقې مونږ څنګه راپورته كړي ۔د خېبر پښتونخوا اولس پي ټي آئي دوېمې مودې لپاره منتخب كړے٬ د نړيوالو ادارو راپورونو له مخې پښتونخوا يوازنۍ صوبه ده چرته چې غربت كښې په تندۍ سره كمے راغلے او په بشري پرمختګ كار شوے۔ ده ووئيل ھغه كرپټ سياست مدار چې پوښتنې به ئې كولې چې نوې پښتونخوا چرته ده هغوي دې اوګوري زمونږ د كارنامو تصديق نړيوالې ادارې كوي۔ ده ووئيل زمونږ د هېلت كورېج نظام يو ځانګړې نظام دے چې پكښې په قامي شناختي كارډ د ويړيا درملنې بې مثاله سهولت وركړے شوے۔ ده ووئيل پنځو كالو راهسې صوبه كښې د هېلت په څانګه كښې انقلاب راغلے او د صوبې اولس د دې انقلاب څخه مستفيد كېږي۔ وزيراعظم ووئيل د هاٶسنګ په څانګه كښې هم كار په بيړه روان دے، بېنك اولس ته قرض وركوي دغسې چې د هر كس د خپل كور خوب رښتيا شي او دې سره سره به د نيا پاكستان هاٶسنګ پروګرام له مخې خواري كښو لپاره نور كورونه هم جوړېږي۔ وزيراعظم ووئيل په ماضي كښې كمېشن جوړولو لپاره د ډېم په ځاے د برېښنا ګرانې منصوبې لګولې كېدې، د ګرانو منصوبو نه كه برېښنا اخلې يا نه پیسې وركول وي، د ماضي واكمنو په بيړه كښې لوظنامې كولو سره آئي پي پيز څخه پېسې خوړلي ٬ نن چې په كومه بيعه برېښنا خرڅېږي د دې نه په ګرانه بيعه جوړېږي۔ ده ووئيل تر كال 2023 به ګرځينده قرض تر 1455 اربه روپو ورسي۔ ده ووئيل مونږ پاكستان كښې اوبو څخه 50 زره مېګاٶاټ برېښنا جورولې شوو ۔ ده ووئيل په مومند بند به كار تر كال 2025 بشپړ شي او دې بند څخه به د پېښور اولس ته د څښلو سره سره د اوبه خور اوبه هم په لاس ورشي۔ ده ووئيل مومند بند د تېرو 50 كالو راهسې وړومبے لوي هائنډرو پاور پراجېكټ دے، دې سره سره د بهاشا بند پشمول په يو شمېر هائيډرو پاور منصوبو كار روان دے، تر كال 2028 لس لوي د اوبو منصوبې به بشپړې شي۔ وزيراعظم ووئيل زمونږ حكومت چې په كومې تندۍ او پام سره د پن برېښنا په منصوبو كار كوي په دې تناظر كښې به دا صدۍ پاكستان كښې د بندونو صدۍ بللې شي۔ ده ووئيل په ماضي كښې د پن برېښنا منصوبو ته زيات پام نه دے شوے چې ورسره په هېواد كښې د برېښنا بحران راپېدا شوے۔ په دې موقع وزيراعظم د خېبر پښتونخوا حكومت او وزيراعلٰي ته په هېلت كارډ وركولو پېرزوئنې وړاندې كړې
مونږ د راتلونكي الېكشن نه بلكې د قام د سباٶن سوچ لرو٬ ٬ د بې وسه طبقې د راپورته كولو مو ذمه واري اخستې۔ د وزيراعظم عمران خان په ريګي للمه كښې صنعتي وركرانو لپاره د استوګنې منصوبې پرانستې په موقع خطاب
مضمون کا ماخذ : لاٹری نمبر کا انتخاب