اسلام آباد 26 جولائی (اے پي پي) د پاکستان تحريك انصاف چيئرمېن عمران خان وئيلي دي په ټاكنو ګټلو د الله شكر كوم٬ د 22 كلونو هڅې مو كاميابې شوې٬ د نوي پاكستان جوړولو خوب تر سره كولو موقع په ل??س راغلې٬ ټول مخالفين معاف كوم٬ زمونږ حكومت به د چا په ضد سياسي انتقامي كاروائي نه كوي٬ د قانون سرلوړي به په ځائ كولې شي٬ كه زمونږ كوم كس غلط كار وكړيِ هغه به نيسو٬احتساب به زما نه شورو كېږي او د دې نه پس به زما د وزيرانو احتساب كېږي٬پاكستان به د مدينې پشان فلاحي اسلامي رياست جوړو??٬د اولس د ټېكس د پېسې حفاظت به كو??٬د هغوي ټېكس به نه غلا كېږي٬سركاري اخراجات به كم كړو٬په غريب هېواد كښ?? شاهانه وزيراعظم هاؤس زېب نه لري٬وزيراعظم هاؤس به تعليمي مقاصدو او ټول ګورنر هاؤسز به اولسي مقاصدو لپاره كارولې شي٬په كومه حلقه كښ?? چې د درغلۍ شك وي هغه ټولې به پرانستلې شي او د مخالفې ډلې اندېښنې به لرې كوو٬ د حكمرانۍ نظام به سم كړو٬ افغانستان سره بايد داسې اړيكې ولرو چې پولې پرانستې وي٬ امريكې سره داسې متوازن اړيكې غواړو چې ګټه ئې دواړو هېوادونو ته ورسي٬ په جنګونو كښ?? د ګډون كولو په ځائ به جګړې ختمولو ته پام كوو٬ هند سره په ښو اړيكو كښ?? د نيمې وچې بهتري ده٬ په مقبوضه كشمير كښ?? د بشري حقونو څخه سرغړونې كېږي٬ بايد پاكستان او هند د مذاكراتو د لارو د كشمير مسئله حل كړي٬ هند سره اړيكې ښه كولو ته تيار يو۔ په ټولټاكنو كښ?? د كاميابي ترلاسه كولو نه پس د زيارت په مازيګر قوم ته په خپله وېنا كښ?? د پاكستان تحريك انصاف چيئرمېن عمران خان ووئيل په ټاكنو ګټلو د الله شكر كوم٬ د 22 كلونو هڅې مو كاميابې شوې٬ د نوي پاكستان جوړولو خوب پوره كولو موقع په ل??س راغلې۔ ده ووئيل چې په اقتدار كښ?? د راتللو نه پس په منشور د عمل كولو موقع په ل??س راغلې۔ عمران خان ووئيل په پاكستان كښ?? تاريخي ټاكنې شوې دي٬ خلقو قربانې وركړې ٬ په بلوچستان كښ?? د ترهګرې سره هم خلق ووټ وركولو لپاره د كورونو ته راووتل او دوي ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كوم۔ د پارټۍ منشور عملي كولو په اړه عمران خان ووئيل نوې پاكستان به د مدينې په شان فلاحي اسلامي رياست جوړوم۔ ده ووئيل په كوم سياستدان دومره ذاتي تنقيد نه دې شوې لكه څومره چې په ما شوے خو زه په دې موقع غواړم چې ټول پاكستان متحد وي۔ خپل ټول مخالفين معاف كوم۔ ده ووئېل زمونږ پھ حكومت كښ?? به د چا په ضد سياسي انتقامي كارروائي نه كېږي او د قانون سرلوړي به راوستلې شي۔ ده ووئيل څوك د قانون په ضد كار كوي٬ د هغه په ضد به كارروائي كوو۔ قانون به ټولو لپاره برابر وي۔ عمران خان ووئيل چين د كرپشن په ضد د كمپائن مثال قائم كړے٬ د هغوي نه به زده كړه كوو۔ د پي ټي آئي چيئرمېن ووئيل دلته د ځناور نظام دے٬ د كمزورو څوك د تپوس نشته خو د پي ټي آئي د حكومت ټولې پالېسې به د كمزور طبقې لپاره وي۔ عمران خان ووئيل اولس سره لوظ كوم٬ د هغوي د ټېكس د پېسو به حفاظت كوم۔ د نېب او انټي كرپشن ادارې به قوي كولې شي۔ زمونږ حكومت به د وزيراعظم هاؤس پرېكړه كوي۔ دا به تعليمي مقاصدو لپاره كارولې شي۔ده ووئېل د نتهيا ګلي ګورنر هاؤس به هوټل جوړ كړو۔ د بېلا بېلو سياسي ګوندونو لخوا په ټاكنو كښ?? د درغلې تورونو په اړه عمران خان ووئيل ځينې سياسي ګوندونه د درغلې تور لګوي٬ اوسنې الېكشن كميشن ﴿ن﴾ ليګ او پي پي پي جوړ كړے٬ پي ټي آئي نه دې جوړ كړې۔ دوي چې په كومو هم حلقو د درغلې شك لري٬ مونږ درسره مرسته كوو او ټولې حلقې به پرانستلې شي او پلټنې به كولې شي۔ ده ووئېل قوم دې دعا وكړي چې الله تعالي ما ته د خپلو لوظونو پوره كولو توفيق راكړي۔ عمران خان ووئيل قوم سره لوظ كوم چې د حكمرانې نظام به سم كړم كوم به چې د اولس ژوند اسان كړي۔ ده ووئيل سادګي به اختياروم٬ وړاندې به حكمرانانو د اولس د ټېكس په پېسو عياشي كوله خو مونږ به په پاكستان كښ?? د وړاندې نه بل شان حكمراني جوړه كړو۔ د خارجه پالېسې په اړه ده ووئيل اېران سره اړيكې ښې كول غواړو٬ سعودي هم په هر مشكل وخت كښ?? زمونږ ملګرتيا كړې۔ په مېنځني ختيز كښ?? به د ثالث كردار ترسره كوو۔ ده ووئيل د هند مېډيا زه د هالي ووډ فلم د ولن په توګه وړاندې كړے يم په دغې افسوس لرم۔
په ټاكنو ګټلو د الله شكر ادا كوم٬ د 22 كلونو هڅې مو كاميابې شوې٬ د نوي پاكستان جوړولو خوب تر سره كولو موقع په لاس راغلې
مضمون کا ماخذ : ولف گولڈ