اسلام آباد 03 اكتوبر (اے پي پي) د كورنيو ??ار?? وزير احسن اقبال وئېلي دي د قائداعظم اصولو او نظريات له مخې د آئين او قا??ون حكمرانۍ او د سرلوړۍ سره پاكستان قوي كېدې شي٬ د پاكستان په سياست او جمهوريت د اولس حق دے ٬سياسي ګوندونه د اولس ملكيت دې٬څوك د غلط قا??ون د لارې سياسي كارمندان د خپل ګوند څخه جلا كولې نه شي٬ د پارليمان مقبول سياسي قيادت د خپل سياست څخه د بهر كولو لپاره د آمريت جوړ قوانين ختم كړی٬پيپلز ګوند د قا??ون مخالفت كولو سره د خپل لارښود سياسي روح ته زيان رسولې٬سپريم كورټ كه څوك د خپل ذاتي خواهش لپاره په سياسي ګوند د بدلولو خوښي لري نو هغه به د آئين او انصاف دښمن وي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ جناح كنونشن سنټر كښې د پاكستان مسلم ليګ(ن)مركزي كونسل غونډې ته خپل خطاب كښې وكړه۔پخوانې وزيراعظم محمد نواز شريف٬وزيراعظم شاهد خاقان عباسي٬د كابينې غړي٬د پارلمان غړي او د مسلم ليګ(ن)كارمندانو پھ غونډه كښې ګډون كولو۔پھ دې موقع د پخواني وزيراعظم په حق كښې غږونه پورته كړی شول۔ غونډه كښې محمد نواز شريف د راروانو څلورو كلونو لپاره د ګوند صدر وټاكلې شو۔په دې موقع احسن اقبال ووئيل تېره ورځ پارلمان د يو مهم بل منظوري وركړی٬په 1962 كښې فيلډ مارشل ايوب خان د پاكستان د سياسي ګوندونو كمزورې كولو لپاره د اېبډو قا??ون جوړ كړی۔ ده ووئېل په 1975 كښې د ذوالفقارعلي بهټو په مشرۍ كښې د پيپلز ګوند حكومت د ايوب خان دغه تور قا??ون ختم كړو۔د 1995 نه تر 2002 د پاكستان په آئين كښې داسې كوم قا??ون ??ا شق نه وو كوم چې د سياسي ګوندونو په چوكو بندېز ولګوي خو په 2002 كښې پروېز مشرف پھ پاكستان كښې د پولټيكل پارټيز آرډيننس د لارې د سياسي ګوندونو لپاره يو بل تور قا??ون معرفي كړو چې مقصد يې بنظيربهټو او محمد نواز شريف د سياسي قيادت څخه منع كول وو۔تېره ورځ قا??ي اسمبلۍ او د دې نه وړاندې سېنېټ دغه تور قا??ون ختم كړې۔ده ووئيل اوس پھ ادب سره د پيپلز ګوند قيادت څخه پوښتنه كوو چې مونږ د پيپلز ګوند د مؤسس ذوالفقارعلي بهټو هغه قا??ون بجال كړې كوم چې هغه په 1975 كښې معرفي كړی و۔په دې اړه د ګوند د اړخه مخالفت څنګه كېدې شي??پيپلز ګوند د بل مخالفت كولو سره د خپل ګوند د مؤسس سياسي روح ته زيان رسولې٬ ده ووئېل مونږ دا هيله لرو چې پيپلز ګوند به زمونږ ملګرتيا وكړي خو پيپلز ګوند د مصلحت سهارا واخسته او د خپلو اصولو څخه يې سرغړونه وكړه۔ بايد پيپلز ګوند د خپل مؤسسس د اقداماتو تحفظ كړې و۔د كورنيو ??ار?? وزير ووئيل مونږ ټول د دې خبرې څخه خبر يو چې د نېب قا??ون پروېز مشرف معرفي كړې وو چې د لارې به يې هغه د سياسي مخالفينو په ضد انتقامي كاروائي كولې شوې۔
د قائداعظم اصولو او نظريات له مخې د آئين او قانون حكمرانۍ او د سرلوړۍ سره پاكستان قوي كېدې شي
مضمون کا ماخذ : کنگ کانگ روش