اسلام آباد 11 اپرېل (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان وئېلي دي پھ سوشل مېډيا د ناموس رسالت په اړه بيهوده او د نه بيانېدو موادو تشهير كولې شي٬د داسې موادو تشهير كوم مسلمان لپاره د زغملو نه دے٬دا يوازې د پاكستان نه بلكې د ټولې نړۍ د مسلمانانو مسئله ده٬د دې مسئلې موثره او پوخ حل د اسلامي نړۍ پھ شريكو هلو ځلو باوري كېدې شي ٬د او آئي سي پھ كچه دې پھ دې لړ كښې شريكه لائحه جوړه كړی شي او عملي كولو لپاره دې موثره ګامونه پورته كړی شي٬پاكستان دا مسئله انټرنېټ سروس وركونكو نړيوالو كمپنو سره پورته كړې۔ده دا خبرې د ګل پھ ورځ د او آئي سي عمومي سېكتر ډاكټر يوسف احمد سره د ملاقات په مهال وكړې۔په ملاقات كښې د كورنيو چارو سېكتر او د پي ټي اے چيئرمېن سره د او آئي سي سېكرټرېټ او د خارجه وزارت اعلٰی چارواكي هم موجود وو۔د كورنيو چارو وزير ووئيل او آئي سي دي د سپكاوي موادو مخ نيوي او د اسلام فوبيا رجحانو خاتمې لپاره د اسلامي امت غږ شي۔ده ووئيل د ناموس رسالت تحفظ نه يوازې په او آئي سي كښې د ټولو اسلامي هېوادونو مذهبي او قانوني ذمه واري ده بلكې پھ نړۍ كښې د كروړنو مسلمانانو د زړه غږ هم دے او مسمانان په ځاې دا توقع كوي چې او آئي سي به په نړيوالو فورمونو د مسلمانانو د جذباتو او اندېښنو عكاسي وكړي۔د كورنيو چارو وزير ووئيل د ملګرو ملتونو پشمول په ټولو نړيوالو فورمونو او سوشل مېډيا انتظاميې او اړوندو حكومتونو سره د دې معاملې پورته كولو هم ضرورت دے چې د انټرنېټ د لارې د سپكاوي د موادو مخ نيوي په لړ كښې د او آئي سي له مخې د اسلامي نړۍ تكنيكي مسئلې پكار راوستې شي ٬ده ووئيل ټولو اسلامي هېوادونو ته به په ګډه د سوشل مېډيا انتظاميه د دې خبرې پابندول وي چې هغه د مذهبي خلقو زړونه ازارولو په اړه د قانوني مخ نيوي لپاره موثر اقدامات وكړي۔د كورنيو چارو وزير ووئيل د تكنيكي وسيلو په اړه دې د داسې كسانو په ضد كاروائي باوري كولو لپاره هم د او آئي سي په كچه يو ش??يك نظام جوړ كړې شي چې دغسې ??ړوندو حكومتونو ته ووئيلې شي چې د داسې ??ناصرو په ضد د خپلو قوانينو له مخې كاروائي وكړي۔د كورنيو چارو وزير ووئيل د آزادۍ د اظهار په بهانه په كوم ډول چې د سوشل مېډيا د لارې د مسلمانانو د مقدسو ش??صياتو بې حرمتي كولې شي دغه په يو صورت د قبلولو نه ده٬په داسې وخت كښې كله چې ټوله نړۍ د انتهاخوښۍ او تشدد ??سن??ۍ په زيات شوو رجحاناتو د قابو موندلو هڅې كوي په داسې ??ويه به نه يوازې د شدت ??سن??ۍ او مذهبي كركې اور لا زيات شي بلكې د مذهبونو او بېلا بېلو قامونو ترمينځه اختلافات به هم زيات شي۔۔۔عمومي سېكتر ووئيل د سپكاوي د موادو معامله مسلمانانو لپاره تر ټولو مهمه مسئله ده او په دې لړ كښې د پاكستاني حكومت او په خاص توګه د كورنيو چارو وزير هڅې د ستائنې وړ دي۔ده د سوشل مېډيا څخه په ډېرو موادو لرې كولو د كورنيو چارو وزير له مباركي وركړه۔د كش??ير په مسئله د او آئي لخوا د پاكستاني دريځ د ملاتړ جاري ساتلو د لوظ پخلې كولو سره عمومي سېكتر ووئيل دا مسئله يوازې د يوې خاص سيمې نه بلكې د كش??يريانو د خپلواكۍ د حق او د هغوي د بنيادي حقونو مسئله ده
پھ سوشل مېډيا د ناموس رسالت په اړه بيهوده او د نه بيانېدو موادو تشهير كېږي٬د داسې موادو تشهير كوم مسلمان لپاره د زغملو نه دے
مضمون کا ماخذ : sorteos میگا سینا